Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کندهار اوسېدونکي د دهلې بند د پاکېدوغوښتنه کوي

د کندهار اوسېدونکي د دهلې بند د پاکېدوغوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/07

د دهلې بند د افغانستان په سوېل کې دویم لوی بند دی چې د کندهار ښار سربېره د دغه ولایت اوو ولسواليو، شاه وليکوټ، ارغنداب، دامان، ډنډ، ژېړۍ، پنجوايي او ميوند ځمکې  او باغونه خړوبوي.

د کلونو په تېرېدو سره د دغه بند زېرمه تر ۴۰ سلنه زیاته له خټو او رسوباتو ډکه شوې چې ورسره  د اوبو د زېرمه کولو کچه هم په همدې اندازه راټیته شوې.

د کندهار اوسېدونکي وايي، دغه بند نه یوازې له رسوباتو پاکولو ته اړتیا لري، بلکې ارتفاع يي هم باید لوړه شي چې د کندهار د ځمکو لپاره اوبه په بشپړ ډول ورسیږي.

 د کروندګر پرویز وايي:« باید بند لوړ شي او دا کوم رسوبات او شیان چې په بند کې دي دا باید پاک شي. دا چې ۱۰متره لوړیږي باید ۱۵ لوړ شي چې څومره د دې ظرفیت وي.»

یوبل کروندګر عزت الله وايي:« له پسرلي راهیسې دا اوبه پالتو روانې وي، دا بند باید لوړ شي چې دغه اوبه راګرځیدلې وای اوس یې موږ ته ډېر کار کاوه.»

ورته مهال د کندهار سیندیزې حوزې ریاست مسوولین وايي د یاد بند د ارتفاع لوړولو هڅې یې پيل کړي دي.
د کندهار سندیزې حوزې ریاست د اوبو تنظیم ساحوي مسوول محمد الله یقوبي وايي:« د دهلې بند کښته د کندهار اوه ولسوالۍ خړوبیږي، یو ارزښتمن بند دی. د دې بند لپاره موږ د مشرانو سره تماسونه نیولي دي، غوښتنه مو کړې، په رسمي ډول په مستقیم او غیري مستقم ډول.»

دې بند ته د اوونۍ دوې ورځې پنجشنبه او جمعه زرګونه سیلانیان هم ورځي چې جوړول يې نه یوازې دا چې د کندهار کروندګرو ستونزې راکموي، بلکې د سیلانیانو په شمېر کې به هم د پام وړ ډېروالي راشي.
د مخکېني حکومت  پر مهال دهلې بند لوړولو او درېیو برخو نورو لپاره د اسیا پرمختیایي بانک او نړیوال بانک د ۶۰۰ میلیونو ډالرو د مرستې اعلان وکړ او تمه وه چې د ۲۰۲۱ کال نیمایي کې به د پروژې عملي چارې پیل شي خو د حکومت له ړنګیدو سره دا پروژه وځنډیده او لاهم په اړه یې کوم څرک نه لیدل کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist