د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ( یو.اېن.ایچ.سي.ار) په خپل تازه راپور کې له ایرانه د افغان کډوالو د اخراج او راستنېدلو په تړاو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په دې سختو شرایطو کې پر لوړه کچه د کډوالو اخراج کولی شي د افغانستان نازک وضعيت لا خراب کړي.
راپور کې ویل شوې، د مارچ له ۲۰ مې نېټې تر دې دمه له ۶۴۰ زرو زیات افغانان له ایران بېرته خپل هېواد ته را ستانه شوي دي.
د راپور یوه برخه: « د دغو کسانو له ډلې له ۳۶۶ زرو زیات په زور ایستل شوي چې کډوال او د کډوالو په شان وضعیت کې راګیر کسان هم په کې شامل دي. یوازې د جون میاشتې پر ۲۶مه، ۳۶ زره ۱۰۰ افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي چې دا تر ټولو لوړ شمېر بلل شوی. د جون له ۱۳مې وروسته د ورځنیو راستنېدونکو شمېر هم په چټکۍ سره زیات شوی دی.»
د دې راپور په یوه بله برخه کې راغلي، د ۲۰۲۵ کال له پیله بیا تر دې دمه له ایران او پاکستان شاوخوا ۱.۲ میلیونه افغانان را ایستل شوي چې دې چارې د افغانستان دننه له پخوا کړکېچن وضعیت نور هم کړکېچن کړی.
راپور زیاتوي، اټکل کېږي چې د افغانستان له نیمایي زیات نفوس بشري مرستو اړتیا لري.
په راپور کې د یو.اېن.ایچ.سي.ار استازي عرفات جمال له قوله ویل شوي، نړیواله ټولنه دې له راستنو شویو افغانانو سره د بېړنیو مرستو او اوږدمهاله ملاتړ لپاره اقدام وکړي.
جمال په دې اړه وايي: « له نړیوالې ټولنې زموږ بېړنۍ غوښتنه دا ده چې نه یوازې بېړنۍ مرستې، بلکې د اوږدمهاله ملاتړ لپاره هم اقدام وکړي. د باثباته بېرته ادغام لپاره مالي مرستې حیاتي دي، ترڅو د بې ثباتۍ او جبري کډوالۍ تسلسل ته د پای ټکی کېښودل شي.»
د دې راپور په تړاو مو د کډوالو او بېرته چارو وزارت له ویاند سره اړیکه وکړه، خو له پرله پسې اړیکو سره سره یې ځواب را نه کړ.
بله خوا، یاد وزارت له دې وړاندې ویلي و چې د را ستنېدونکو لپاره یې هر اړخیز امکانات برابر کړي او له هېوادونو یې غوښتي چې افغانانو ته وخت ورکړي، ترڅو په خپله خوښه بېرته هېواد ته را ستانه شي.
د کډوالو حقونو یو شمېر مدافعان له هغو نړیوالو سازمانونو چې په دې برخه کې کار کوي، د کډوالو د ستونزو حل لپاره د اعلامیو خپرولو پر ځای د عملي اقدام غوښتنه کوي.
د کډوالو حقونو مدافع عبدالرازق عدیل وايي: « اوسنی دولت باید له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه ایران او پاکستان او دغه راز نړیوالې ټولنې سره د کډوالو د باعزته راستنېدو په تړاو فعاله ډېپلوماسي پیاوړې کړې او د دوی د ادغام لپاره زمینه برابره کړي.»
د سياسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « هغه نړیوال سازمانونه چې په دې برخه کې مسوولیت او بودیجه لري، باید د بشري حقونو د اعلامیې، د ملګرو ملتونو منشور او د کډوالو د ملاتړ اعلامیې پر بنسټ په دې برخه کې لاس په کار شي. دوی باید د اعلامیې خپرولو پر ځای مرستې وکړي. له بلې خوا اسلامي امارت هم مسوولیت لري چې خپلو امکاناتو ته په کتو لاس په کار شي.»
له دې سره، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ د سیمې پر هېوادونو غږ کړی چې د افغانانو بېرته ستنېدل باید د هغوی پر رضایت، خوندي شرایطو او درناوي سره وي.
دغې ادارې زياته کړې، د افغانانو په زور بېرته ستنول یا پرې فشار راوړل نه یوازې ناسم عمل دی، بلکې د بې ثباتۍ لامل هم کېدای شي.
دوی وایي، له خپلو شریکانو سره یوځای له نړیوالې ټولنې د عاجلو او پراخو مالي مرستو غوښتنه کوي، ترڅو د بېرته ستنېدونکو د باثباته ځای پر ځای کېدو لپاره امکانات برابر شي.