Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له ایرانه را ستانه شوي کډوال په کوردننه د کار او سرپناه غوښتنه کوي

ملګري ملتونه: له ایرانه د افغان کډوالو بې کچې اخراج د افغانستان نازک وضعیت لا خرابولی شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/30

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو  سترې کمېشنرۍ( یو.اېن.ایچ.سي.ار) په خپل تازه راپور کې له ایرانه د افغان کډوالو د اخراج او راستنېدلو په تړاو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په دې سختو شرایطو کې پر لوړه کچه د کډوالو اخراج کولی شي د افغانستان نازک وضعيت لا خراب کړي.

راپور کې ویل شوې،  د مارچ له ۲۰ مې نېټې تر دې دمه له ۶۴۰ زرو زیات افغانان له ایران بېرته خپل هېواد ته را ستانه شوي دي.

د راپور یوه برخه: « د دغو کسانو له ډلې له ۳۶۶ زرو زیات په زور ایستل شوي چې کډوال او د کډوالو په شان وضعیت کې راګیر کسان هم په کې شامل دي. یوازې د جون میاشتې پر ۲۶مه، ۳۶ زره ۱۰۰ افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي چې دا تر ټولو لوړ شمېر بلل شوی. د جون له ۱۳مې وروسته د ورځنیو راستنېدونکو شمېر هم په چټکۍ سره زیات شوی دی.»

د دې راپور په یوه بله برخه کې راغلي، د ۲۰۲۵ کال له پیله بیا تر دې دمه له ایران او پاکستان شاوخوا ۱.۲ میلیونه افغانان را ایستل شوي چې دې چارې د افغانستان دننه له پخوا کړکېچن وضعیت نور هم کړکېچن کړی.

راپور زیاتوي، اټکل کېږي چې د افغانستان له نیمایي زیات نفوس بشري مرستو اړتیا لري.
په راپور کې د یو.اېن.ایچ.سي.ار استازي عرفات جمال له قوله ویل شوي، نړیواله ټولنه دې له راستنو شویو افغانانو سره د بېړنیو مرستو او اوږدمهاله ملاتړ لپاره اقدام وکړي.

جمال په دې اړه وايي: « له نړیوالې ټولنې زموږ بېړنۍ غوښتنه دا ده چې نه یوازې بېړنۍ مرستې، بلکې د اوږدمهاله ملاتړ لپاره هم اقدام وکړي. د باثباته بېرته ادغام لپاره مالي مرستې حیاتي دي، ترڅو د بې ‌ثباتۍ او جبري کډوالۍ تسلسل ته د پای ټکی کېښودل شي.»

د دې راپور په تړاو مو د کډوالو او بېرته چارو وزارت له ویاند سره اړیکه وکړه، خو له پرله پسې اړیکو سره سره یې ځواب را نه کړ.

بله خوا، یاد وزارت له دې وړاندې ویلي و چې د را ستنېدونکو لپاره یې هر اړخیز امکانات برابر کړي او له هېوادونو یې غوښتي چې افغانانو ته وخت ورکړي، ترڅو په خپله خوښه بېرته هېواد ته را ستانه شي.

د کډوالو حقونو یو شمېر مدافعان له هغو نړیوالو سازمانونو چې په دې برخه کې کار کوي، د کډوالو د ستونزو حل لپاره د اعلامیو خپرولو پر ځای د عملي اقدام غوښتنه کوي.

د کډوالو حقونو مدافع عبدالرازق عدیل وايي: « اوسنی دولت باید له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه ایران او پاکستان او دغه راز نړیوالې ټولنې سره د کډوالو د باعزته راستنېدو په تړاو فعاله ډېپلوماسي پیاوړې کړې او د دوی د ادغام لپاره زمینه برابره کړي.»

د سياسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « هغه نړیوال سازمانونه چې په دې برخه کې مسوولیت او بودیجه لري، باید د بشري حقونو د اعلامیې، د ملګرو ملتونو منشور او د کډوالو د ملاتړ اعلامیې پر بنسټ په دې برخه کې لاس په کار شي. دوی باید د اعلامیې خپرولو پر ځای مرستې وکړي. له بلې خوا اسلامي امارت هم مسوولیت لري چې خپلو امکاناتو ته په کتو لاس په کار شي.»

له دې سره، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ د سیمې پر هېوادونو غږ کړی چې د افغانانو بېرته ستنېدل باید د هغوی پر رضایت، خوندي شرایطو او درناوي سره وي.

 دغې ادارې زياته کړې، د افغانانو په زور بېرته ستنول یا پرې فشار راوړل نه یوازې ناسم عمل دی، بلکې د بې ‌ثباتۍ لامل هم کېدای شي.

دوی وایي، له خپلو شریکانو سره یوځای له نړیوالې ټولنې د عاجلو او پراخو مالي مرستو غوښتنه کوي، ترڅو د بېرته ستنېدونکو د باثباته ځای پر ځای کېدو لپاره امکانات برابر شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist