Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روغتیا نړیوال سازمان: د افغان کډوالو روغتیايي وضعیت ته د رسېدنې لپاره ۱۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

یو.اېن.ایچ.سي.ار: د راستنېدونکو لړۍ که سم ډول مدیریت نه شي د افغانستان اقتصادي وضعیت لاپسې پیچلی کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/24

د جون ۲مه، د پناه غوښتنې له نړیوالې ورځې سره برابره ده، دوه ورځې وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمېشنرۍ ياده ورځ ونمانځله.

 د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو کډوالو سترې کمېشنرۍ مشر وايي، افغانان له کډوالۍ او پناه غوښتنې سره بشپړ پېژندګلوي لري او د پوځي یرغلونو، کورنیو جګړو او طبیعي پېښو په څېر لاملونو میلیونونه کسان دې ته اړ کړي چې په وروستیو کې یې د بېرته ستنېدا لړۍ هم چټکه شوې.

عرفات جمال وايي، یوازې له ۲۰۲۳ز کال راهیسې شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان هېواد ته راستانه شوي چې په خبره يې که مدیریت نه شي د افغانستان اقتصادي وضعیت پیچلی کوي.

جمال زیاته کړې:« د یو.اېن.ډي.پي وروستی راپور، چې د یونیسف د څېړنو پر اساس ترتیب شوی وايي، شاوخوا ۷۰ سلنه افغانان د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. که دې لوی رقم ته ۳.۵ میلیونه نور تازه راستانه کړل شوي ورزیات شي، تاسې تصور وکړئ چې د افغانستان پر اقتصاد به څه ډول اغیز وښندي. داسې یوه هېواد ته د ۳.۵ میلیونه کسانو ورتلل چې د ټولټال نفوس دوه-درېیمه برخه یې له بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان دي؛ په واقعي مانا د نفوس ناڅاپي بدلون ضربه ده.»

جمال د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو سره د پاکستان او ایران له وروستیو چلن نیوکه کوي او له دې هېوادونو غواړي چې خپله شاوخوا ۴۰ کلنه مېلمه پالنه او همکاري په دې تېر اخر خرابه نه کړي.

نوموړی له نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول له امریکا غواړي چې افغانانو ته شا نه کړي او له افغان راستنېدونکو سره چې هېواد ته له راتګ سره له سختو شرایطو سره مخ وي؛ خپل ملاتړ ونه سپموي.

جمال په دې اړه وايي:« زه پر کوربه هېوادونو دهمکارۍ غږ کوم. راځئ د تېرو ۴۰ کلونو مېلمانه پالنه له منځه مه وړئ، راځئ سره کېنو، پر هغو راستنېدونکو وغږیږو چې غواړي هېواد ته راشي او هغه نور چې دا مهال نه شي کولی راستانه شي. راځئ پر دې وغږیږو چې څنګه کولی شو د راستنېدنې پروسه د سولې او ثبات او اقتصادي ودې بدله کړو. په پای کې پر نړیوالې ټولنې او امریکا هم غږ کوم چې تاسو په تېرو ۴۰ کلونو کې خپل ملاتړ ښودلی، تاسو په دې موده کې له پناه غوښتونکو ملاتړ کړی؛ خو دا یې وخت نه دی چې افغانانو ته شا کړو او هېر یې کړو.»

په ورته وخت کې جمال وايي، له خپلو همکارو ادارو او سرپرست حکومت سره پر ګډه کار کوي، څو د راستنېدنۍ پروسه اسانه کړي.

د دې ترڅنګ جمال له افغانانو سره د روغتیايي کلینیکونو، ښوونځیو او د ابو شبکو د جوړونې په برخو کې د همکارۍ یادونه کوي.

هغه زیاتوي:« د کډوالۍ ستره کمشنري د ملګرو ملتونو له نور همکارو ادارو، له سرپرست حکومت او له ټولو مهمه له افغانانو سره پر ګډه کار کوي ترڅو د بېرته راستنېدنې لړۍ بریا ته ورسوي، د ثبات سرچینه شي او د اقتصادي ودې لامل وګرځي. په ډېر ویاړ ویلی شم چې موږ په تېرو کلونو کې په دې توانېدلي یو چې د افغانانو لپاره روغتیايي کلینیکونه، ښوونځي، د ابو رسولو سیسټمونه او سرپناه ځایونه ورغوو.»

 د افغانستان لپاره د کډوالۍ ستره کمشنري داسې مهال د افغانانو د راستنېدنې پر وضعیت او په دې برخه کې ترمخ پرتو ننګونو اندېښنه ښيي چې دامهال هره ورځ زرګونه کورنۍ له ایران او پاکستان بېرته هېواد ته راستنېږي چې ډېره برخه یې په جبري ډول دې کار ته اړ کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist