Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې وچکالۍ د هندواڼو پر حاصلاتو منفي اغېز کړی

خوست کې وچکالۍ د هندواڼو پر حاصلاتو منفي اغېز کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/23

د خوست ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سږ کال ډېرې هندواڼې کرل شوي خو کروند وايي، د وچکالۍ له امله يې حاصلات ښه نه دي.

د دغه ولایت د علیشرو ولسوالۍ اړوند چرګوټي سیمې کروندګر وايي، که اړونده ادارې ورسره د کیمیاوي سرې، اصلاح شویو تخمونو او د اوبه خور سیستم په برخه کې همکاري وکړي ښایي له خپلو ځمکو لا ډېر عاید ترلاسه کړي.

 

ګروندګر فضل الرحمن وايي:« په دې کې حکومت هېڅ نه دي کړي ځکه تخمونه، سرې، سړې خونې، درمل او د اوبو برخه کې یې همکاري نه ده کړې، هر څه موږ خپله کوو. موږ ته داسې درمل راځي چې کیفیت یې خراب وي او که ښه درمل راکړل شي زموږ حاصلات نور هم ښه کېږي. نتیجه یې بیخي ښه ده، ځکه د خوست له هوا سره هندواڼه برابره ده.»

یوبل ګروندګر حیات خان بیا په دې اړه وايي:« ښه پایله یې ورکړې، خو داسې ده چې تر اوسه پورې نه د زراعت کسان راغلي، نه ګرځیدلې دي، خو که موږ سره همکاري وشي، ان شاءالله ښه پایله ورکوي.»

 

په همدې سیمه کې یو شمېر نور کروندګر ستونزو ته د نه رسېدنې په برخه کې د اړونده ادارو په نه پاملرنه نیوکه کوي چې سږ کال یې د بېلابېلو ناروغیو او وچکالۍ له امله د هندواڼو حاصلات خراب شوي او سرپرست حکومت د دې اجازه نه ورکوي چې خپلو باغونو ته د اوبو منظم سیستم جوړ کړي.

ګروندګر عیسی خان وايي:« تور ټاپی ورته وایي، یو دا مرض کوي او بل هندواڼه چوي.»

ګروندګر صالح خان وايي:« د چرګوټي او ببرک تاڼې هندواڼه چې ده دا د نوم هندواڼه ده دلته موږ ته هېڅوک نه دي راغلي، حکومت تر اوسه زموږ هیڅ ستونزه نه ده حل کړي.»   

اخوا د خوست د کرنې ریاست مسوولین مني،چې سږ کال د وچکالۍ له امله د هندواڼو کرکیله کمه شوې.

دوی زیاتوي، په مرکز او ټولو ولسوالیو کې یې د بزګرانو د ستونزو د حل لپاره د ترویج مرکزونه جوړ کړي چې له دوی سره په بېلابېلو برخو کې همکاري کوي.

د خوست کرنې او مالدارۍ ریاست متخصص او مشاور بهیر ګل صابري وايي:« سږ کال د اقلیمي بدلونونو له کبله چې اوبه کمې شوې دي او یوه عمومي ستونزه ده، نو اکثره بزګرانو د هندواڼو په کر کې کمښت راوستل، ځکه اوبه کمې دي او هندواڼه په خپل ترکیب کې ۹۰ سلنه اوبه لري نو د دې په خاطر چې هندواڼه زیاتې اوبه غواړي نو سږ کال احصایه یې د ځمکې په اندازه کمه ده.»

د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالوماتو له مخې، تېر کال یو هکتار کزنیزې ځمکې شاوخوا ۷ ټنه حاصلات لرل خو سږ کال د اقلیمي بدلون د تاثیراتو له امله دغه اندازه کمه شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist