هرات ولایت کې د کچالو حاصلاتو راټولولو وخت دي، که څه هم تر نورو کلونو يې د کچالو حاصلات زیات دي، خو د پیکه بازار، ټیټو بیو او د سړو خونو نشتوالی یې پر وړاندي جدي ننګونې ګڼل کیږي.
کروندګر وایي، د سړو خونو نشتوالي له امله حاصلات نه شي ساتلی او د مجبورۍ له امله اوس مهال یو من کچالو ۴۵ تر ۵۰ افغانیو پلوري.
ګروندګرغلام رسول وايي:« ۷ خرواره کچالو مې کرلي هر من باندې مې ۱۸۰ افغانۍ لګښت کړی، خو اوس کچالو وړم بازار ته من یې یوازې په ۴۵ تر ۵۰ افغانیو پلورم. که موږ سړې خونې، بازار او نور امکانات درلودای. تاسو دا کچالو وګورئ هر یو یې یوه کیلو کیږي، اوس موږ مجبوره یو چې دا وشکوو او بازار کې یې پر ټیټه بیه وپلورو.»
ګروندګر شاه ولي بیا وايي:« که مو سړې خونې درلودای ولي به مو اوس من په ۵۰ افغانیو پلورل. سړو خونو کې به مو ساتلی یوه میاشت وروسته به مو من په س ۱۰۰ افغانیو پلورلی. لږ وخت مخکي مو ایراني کچالو من په ۱۰۰ افغانیو اخیستل خو زموږ کچالو حاصلات چې لاسته راغلي من یې ۵۰ افغانۍ له موږ اخلي.»
بل خوا د هرات کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین هم د کچالو بیو کمښت مني، خو په کوردننه د کروندګرو ملاتړ په موخه د هرات صنعتي ښارکوټي کې د چپس تولیدي کارخونې د داخلي کچالو کار اخلي.
د هرات کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې ترویج مدیر بشیر احمد احمدي وايي:« که غواړو یا و نه غواړو د عرضې زیاتوالي سره تقاضا کمیږي او خپل تأثیرات لري. خو له نیکمرغه موږ هرات کې لوی صنعتي ښارګوټي لرو. زه فکر کوم چې له همدې امله به کچالو هیڅ وخت دهقان لاس کې پاتې نه شي.»
د مسوولینو شمېرو له مخې، سږ کال هرات کې شاوخوا ۱۶ زره کورنۍ د کچالو پر کرکیلې بوختې دي او په ۱۳۰۰ هکتار ځمکه باندې کچالو کرل شوي چې په پام کې ده ۲۳ زره مټریک ټنه کچالو به ترلاسه شي.