Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې کروندګر د کچالو حاصلاتو بیو ټیټوالي او پیکه بازار په اړه اندېښمن دي

هرات کې کروندګر د کچالو حاصلاتو بیو ټیټوالي او پیکه بازار په اړه اندېښمن دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/22

هرات ولایت کې د کچالو حاصلاتو راټولولو وخت دي، که څه هم  تر نورو کلونو يې  د کچالو حاصلات زیات دي، خو د پیکه بازار، ټیټو بیو او د سړو خونو نشتوالی یې پر وړاندي جدي ننګونې ګڼل کیږي.

کروندګر وایي، د سړو خونو نشتوالي له امله حاصلات نه شي ساتلی او د مجبورۍ له امله اوس مهال یو من کچالو ۴۵ تر ۵۰ افغانیو پلوري.

ګروندګرغلام رسول وايي:« ۷ خرواره کچالو مې کرلي هر من باندې مې ۱۸۰ افغانۍ لګښت کړی، خو اوس کچالو وړم بازار ته من یې یوازې په ۴۵ تر ۵۰ افغانیو پلورم. که موږ سړې خونې، بازار او نور امکانات درلودای. تاسو دا کچالو وګورئ هر یو یې یوه کیلو کیږي، اوس موږ مجبوره یو چې دا وشکوو او بازار کې یې پر ټیټه بیه وپلورو.»

ګروندګر شاه ولي بیا وايي:«  که مو سړې خونې درلودای ولي به مو اوس من په ۵۰ افغانیو پلورل. سړو خونو کې به مو ساتلی یوه میاشت وروسته به مو من په س ۱۰۰ افغانیو پلورلی. لږ وخت مخکي مو ایراني کچالو من په ۱۰۰ افغانیو اخیستل خو زموږ کچالو حاصلات چې لاسته راغلي من یې ۵۰ افغانۍ له موږ اخلي.»  

بل خوا  د هرات کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین هم د کچالو بیو کمښت مني، خو په کوردننه د کروندګرو ملاتړ په موخه د هرات صنعتي ښارکوټي کې د چپس تولیدي کارخونې د داخلي کچالو کار اخلي.

د هرات کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې ترویج مدیر بشیر احمد احمدي وايي:« که غواړو یا و نه غواړو د عرضې زیاتوالي سره تقاضا کمیږي او خپل تأثیرات لري. خو له نیکمرغه موږ هرات کې لوی صنعتي ښارګوټي لرو. زه فکر کوم چې له همدې امله به کچالو هیڅ وخت دهقان لاس کې پاتې نه شي.»

د مسوولینو شمېرو له مخې، سږ کال هرات کې شاوخوا ۱۶ زره کورنۍ د کچالو پر کرکیلې بوختې دي او په ۱۳۰۰ هکتار ځمکه باندې کچالو کرل شوي چې په پام کې ده ۲۳ زره مټریک ټنه کچالو به ترلاسه شي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist