Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایران او اسراییلو جګړه؛ له ایرانه د افغان کډوالو راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

د ایران او اسراییلو جګړه؛ له ایرانه د افغان کډوالو راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/22

د ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې په دوام، له ایرانه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ چټکه شوې.

د هرات اسلام کلا بندر مسوولین وايي، د يادې جګړې له وېرې په ورځنۍ توګه له ۸ تر ۱۰ زرو افغانان د دوغارون او اسلام‌ کلا بندرونو له لارې بېرته خپل هېواد ته راستنېږي او په دې توګه له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو شمېر د تېر پرتله له ۵۰ تر ۶۰ سلنو زيات شوی.

په اسلام کلا بندر کې د کډوالو او سرحدي چارو آمريت مرستيال عبدالظاهر رحماني وايي: ›› ایران کې د نا امنیو او تهدیداتو له زیاتوالي سره هېواد ته د کډوالو راتګ زیات شوی او په ورځني ډول له ۸ تر ۱۰ زرو افغان کډوال راځي. دا د پاسپورټونو او قانوني وېزو درلودونکو پرته غیر قانوني کډوال راستنېږي. د دوی له منځه ویلای شو چې ۴ تر ۵ زره یې کورنۍ دي.»

په همدې حال له ایرانه یو شمېر راستانه شوي افغانان هېواد ته پر راتګ خوشحال دي، خو یو شمېر نور بیا د ایراني ځواکونو له خوا د ورسره شوي زور زياتي له امله شکایت کوي.

دوی وایي، د ایراني ځواکونو له خوا وهل شوي او نه دي بریالي شوي چې خپلې شتمنۍ له ځان سره هېواد ته راوړي او دغه راز بانکي حسابونه یې تړل شوي دي.

له ایران راستون شوی سید عبدالاحد وايي:« هلته جګړه ده خلک نه پوهېږي څه وکړي؟ دوه یا درې کسان یو ځای کېږي موټر دربست کوي او سرحد ته راځي، خو له سرحد بېرته ګرځول کېږي او ورته وایي، لاړ شئ هر ولایت کې چې اوسېدلی، له هغه ځایه د ملي بس ټکټ واخلئ. بغییر له دې تاسو د تروریست په بهانه نیسي او پنډغالو ته مو انتقالوي.»

له ایرانه یو بل راستون شوی کډوال زرین خان وايي:››  موږ ته یې هیڅ را نه کړل، کور مو هلته موټر مو هلته پاتې شول. ورته ومو ویل کارت لرو، ویل نه باید لاړ شئ موږ یې را وشړلو و مې ویل ۶۰۰ میلیونه تومن مې پر کور ورکړي ویل نه باید لاړشئ موږ یې خالي لاس راولیږلو.»

د یونس په نوم راستون شوی کډوال وايي: « موږ له تهران ډېر شکایت لرو. هر نفر به ۱۰ میلیونه رابار کړو زموږ ۱۰ میلیونه یې واخیستل او موږ یې راوړولو د سمنان اردوګاه ته. هلته یې ۲ میلیونه راڅخه واخیستل یوه اوونۍ یې وځنډولو، بیا یې یو نیم میلیون تومانه را څخه واخیستل او د سنګ سفېد پنډغالي ته یې را انتقال کړلو.»

له ایران راستنه شوې پشتون امامي وايي: « د ایران ډېر ښه خلک وو، ما ۱۵ کاله هلته تېر کړل. له موږ سره یې ډېر ښه وکړل، خو اوس چې جنګ شو، موږ یې را وشړلو.»

د چارواکو په خبره، له دې وړاندې هره ورځ شاوخوا ۴ تر ۵ زره کسان د دوغارون له لارې هېواد ته داخلېدل، خو اوس د ایران او اسراییلو د جګړې له امله دغه شمېر شاوخوا ۵۰ تر ۶۰ سلنه زیات شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist