Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنې او ترکمنستان د افغانستان په اړه خبرې کړې

اروپايي ټولنې او ترکمنستان د افغانستان په اړه خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/22

په دې وروستیو کې د سیمې هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له خوا په جوړېدنکو ناستو کې د خبرو اجنډا یوه برخه افغانستان هم وي.

تازه د ترکمنستان بیزنېس وېب ‌پاڼې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي، د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال احمد ګوربانوف د اروپايي ټولنې له استازو سره د ترکمنستان – اروپايي ټولنې د بشري حقونو ۱۷ ام ډیالوګ په څنډه کې کتلي او د افغانستان وضعیت په رڼا کې يې د سیمې پر امنیتي مسایلو خبرې کړې.

ترکمنستان بیزنېس وېب‌ پاڼې د راپور یوه برخه: « دواړو خواوو د افغانستان د وضعیت په رڼا کې د سیمې د امنیت پر مسایلو خبرې کړې دي. د ترکمنستان لوري یو ځل بیا خپل بې ‌طرفانه دریځ چې د ښه ګاونډیتوب او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه مداخلې پر اصولو ولاړ دی، ټينګار کړی.»

په راپور کې دغه راز راغلي، ترکمنستان د افغانستان سولې او ټیکاو په تړاو خپلو هڅو ته د دوام ورکولو ډاډ ورکړی.

د راپور یوه برخه:« د ترکمنستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر احمد ګوربانوف ویلي، ترکمنستان په افغانستان کې د سولې او دوامدار پرمختګ لپاره هڅې کوي. په دغو هڅو کې د بشري مرستو برابرول او د سولې د هڅو ملاتړ شامل دي. په ځانګړې توګه، هغو مهمو بنسټیزو پروژو ته پام وشو چې په کې د ترکمنستان – افغانستان د اورګاډي پټلۍ جوړول او د انرژۍ او ټرانسپورټ د نویو دهلېزونو پراختیا شامله ده.»

که څه هم سرپرست حکومت د دې لیدنې کتنې په تړاو څه نه وایي، خو له دې وړاندې یې د افغانستان پرمختګ په تړاو د سیمې هېوادونو مثبتې خبرې او هڅې ستایلې دي.

د سیاسي چارو شنونکي د افغانستان په تړاو د ترکمنستان پاليسي مثبته بولي او زیاتوي، دا ډول ليدنې او څرګندونې کولی شي د لا پرمختګ او ټیکاو فرصتونه رامنځته کړي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالصادق حمیدزوی وايي: « د افغانستان او ترکمنستان اړیکې داسې اړیکه بللی شو چې د ګټو، اقتصاد او لورېینې ډکه ده. ترکمنستان په نورو دریځونو کې هم د افغانستان ثبات لپاره غږ کوي او اخلاص لري، ځکه د دوی پالیسي اکثریت اقتصاد محوره ده.»

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « ترکمنستان تل د افغانستان په اړه مثبت سیاست لري او بې طرفه دی. دوی همیشه غواړي چې افغانستان کې ثبات وي، ځکه دوی پوهېږي چې د افغانستان ثبات د سیمې او ترکمنستان پر ګټه دي. د همدې لپاره، ترکمنستان تل د افغانستان ملاتړ کوي او په نړیواله کچه هم مثبت نظر لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ښې شوې او ټینګار پر دې کېږي چې دا اړیکې تر سفارتي کچې لوړې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist