Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد: د ریچارډ بېنېټ راپور او موندنې حقیقت نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/21

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکونکي په خپل تازه خپاره کړي راپور کې د افغان ښځو او نجونو پر وضعيت د اندېښنې ښودولو ترڅنګ ویلي، اوس مهال په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعيت بحراني دی.

ریچارډ بېنېت په دې راپور کې زیاته کړې، افغانستان کې د بشري حقونو دې بحراني وضعيت په ځانکړي ډول ښځې او نجونې اغېزمنې کړې دي.

بېنېت زیاته کړې:« افغانستان د بشري حقونو له پلوه جدي بحراني وضعیت سره مخ دی او په ځانګړي ‌ډول ښځې او نجونې یې اغېزمنې کړې دي.»

بله خوا، سرپرست حکومت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکونکي څرګندونې او راپور بې اساسه بولي.

د اسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد وايي، د ملګرو ملتونو سازمان تل هڅه کړې چې د افغانستان په اړه بې اساسه مسايل مطرح او واقېعیتونه پټ کړي.

مجاهد په دې اړه وايي: « موږ همېشه دغه شان موضوعات څارلي او څېړلي، خو متأسفانه د ملګرو ملتونو د افغانستان څانګه (یوناما) چې دوی ته راپورونه چمتو کوي، پر دوه درېیو موضوعاتو فوکس کوي او غواړي د پروپاګند په توګه یې وکاروي، حال دا چې موږ افغانستان کې په اجتماعي، اقتصادي، سیاسي او امنیتي لحاظ ښه پرمختګونه لرو. دا هغه څه دي چې د افغانستان خلک ضرورت ورته لري؛ خو له بده مرغه د یوناما په راپور کې دغو موضوعاتو ته هېڅ اشاره نه کېږي او سطحي پرې تېرېږي. بله خبره دا ده چې افغانستان کې ځینې موضوعات ارزښتي موضوعات دي، ځینې یې د وخت په ستونزو پورې اړه لري، ځینې د نظام او افغانستان له علیا ګټو سره تړاو لري او له همدې امله مطرح شوي دي؛ دوی پر دغو موضوعاتو فوکس کوي او په یو ډول د اسلامي امارت پر وړاندې تبلیغاتي ګټه ترې اخلي. زموږ په اند دا بریالۍ لاره نه ده او ښه دا ده چې یوناما د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ نږدې کېدو او شته سوء تفاهم لرې کولو ته کار کړی وای.»

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي که څه هم په هېواد کې د نجونو او ښځو لپاره د زده کړو او کار زمینې پر برابرولو ټنیګار کوي، خو له نړیوالو غواړي چې د بشري حقونو اړوند مسايل سياسي نه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « نه یوازې دا چې د افغانستان مساله یاده کړي بلکې غواړي د افغانستان ستونزه د ښځو د حقونو تر عنوان لاندې سیاسي کړي او سیاسي ګټه ترې واخلي. هیله لرو چې ملګري ملتونه دې خپل مسوولیتونه له ځمکنیو واقعیتونو سره برابر کړي، ترڅو هم خلک پرې باور وکړي او هم نړۍ. داسې یو اړخیز ګامونه کولی شي د ملګرو ملتونو باور ته سخت زیان واړوي.»

که څه هم وخت ناوخت د افغانستان بشري، امنيتي او سياسي وضعيت په تړاو د نړیوالو له خوا بېلابېلې اندېښنې مطرح شوې دي، خو سرپرست حکومت بیا بیا دغه اندېښنې بې ځایه بللې او ټینګار کړی چې نړیوال باید د افغانستان په تړاو واقېعیتونه درک کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist