د رياست الوزر اداري مرستيال د چين – سوېلي آسيا نهم نړيوال نندارتون کې د وينا پرمهال ګاونډ، سيمې او نړۍ ته ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او له نورو هېوادونوهم د ورته عمل کولو تمه لري.
مولوي عبدالسلام حنفي ټینګار کړی چې افغان خاوره د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی او نه هم چاته اجازه ورکول کېږي چې دا خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال زیاته کړې: « افغانستان هېڅ فرد يا ډلې ته اجازه نه ورکوي چې له دې خاورې چاته ګواښ پېښ کړي. موږ د کوم هېواد په داخلي چارو کې مداخله نه کوو او له نورو هېوادونو هم د ورته عمل غوښتنه کوو.»
همدارنګه مولوي عبدالسلام حنفي ويلي، افغانستان له چين او د سوېلي آسيا هېوادونو سره د کانونو استخراج، انرژۍ تولیدولو، ټرانزيټ، ټېکنالوژۍ او سوداګرۍ په برخو کې د همکاريو پراختيا ته لېواله دی او په سيمه کې د ځانګړي موقعیت په لرلو سره د مرکزي، سوېلي او ختيځې آسيا ترمنځ د اتصال رول لوبولی شي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال په دې اړه ویلي: « افغانستان له چين او د سوېلي آسيا هېوادونو سره د کانونو استخراج، ټېکنالوژۍ، انرژۍ، ټرانزيټ او سوداګرۍ په برخو کې د همکاريو پراختيا ته لېوالتیا لري. افغانستان په سيمه کې د ځانګړي موقعیت په لرلو سره کولی شي د مرکزي، سوېلي او ختيځې آسيا ترمنځ د نښلوونکي پُل په توګه مهم رول ولوبوي.»
د رياست الوزراء اداري مرستيال دغه راز د چين – سوېلي آسيا نهم نړيوال نندارتون د سيمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، فرهنګي، سياسي او سوداګريزو همکاريو د پراختيا لپاره د يوه فرصت په توګه ياد کړی.
حنفي ويلي، چين د نړۍ د ستر اقتصادي ځواک په توګه د يوه کمربند يوې لارې پروژې په څېر نوښتونو له لارې د سيمې هېوادونو د ودې او پراختيا لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.
د رياست الوزراء اداري مرستيال زیاته کړې:« د چين – سويلي آسيا نندارتون د سيمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، فرهنګي او سياسي همکاريو د پراختيا لپاره يو مهم فرصت دی.»
عبدالسلام حنفي په دې غونډه کې تمه ښودلې چې د چين – سويلي آسيا نندارتون به د سيمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړيکو د لا زياتې پراختيا او پياوړتيا لامل شي.