Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حنفي: د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو او د ورته عمل تمه لرو

حنفي: د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوو او د ورته عمل تمه لرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/21

د رياست الوزر اداري مرستيال د چين – سوېلي آسيا نهم نړيوال نندارتون کې د وينا پرمهال ګاونډ، سيمې او نړۍ ته ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او له نورو هېوادونوهم د ورته عمل کولو تمه لري.

مولوي عبدالسلام حنفي ټینګار کړی چې افغان خاوره د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی او نه هم چاته اجازه ورکول کېږي چې دا خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال زیاته کړې: « افغانستان هېڅ فرد يا ډلې ته اجازه نه ورکوي چې له دې خاورې چاته ګواښ پېښ کړي. موږ د کوم هېواد په داخلي چارو کې مداخله نه کوو او له نورو هېوادونو هم د ورته عمل غوښتنه کوو.»

همدارنګه مولوي عبدالسلام حنفي ويلي، افغانستان له چين او د سوېلي آسيا هېوادونو سره د کانونو استخراج، انرژۍ تولیدولو، ټرانزيټ، ټېکنالوژۍ او سوداګرۍ په برخو کې د همکاريو پراختيا ته لېواله دی او په سيمه کې د ځانګړي موقعیت په لرلو سره د مرکزي، سوېلي او ختيځې آسيا ترمنځ  د اتصال رول لوبولی شي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال په دې اړه ویلي: « افغانستان له چين او د سوېلي آسيا هېوادونو سره د کانونو استخراج، ټېکنالوژۍ، انرژۍ، ټرانزيټ او سوداګرۍ په برخو کې د همکاريو پراختيا ته لېوالتیا لري. افغانستان په سيمه کې د ځانګړي موقعیت په لرلو سره کولی شي د مرکزي، سوېلي او ختيځې آسيا ترمنځ د نښلوونکي پُل په توګه مهم رول ولوبوي.»

د رياست الوزراء‌ اداري مرستيال دغه راز د چين – سوېلي آسيا نهم نړيوال نندارتون د سيمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، فرهنګي، سياسي او سوداګريزو همکاريو د پراختيا لپاره د يوه فرصت په توګه ياد کړی.

 حنفي ويلي، چين د نړۍ د ستر اقتصادي ځواک په توګه د يوه کمربند يوې لارې پروژې په څېر نوښتونو له لارې د سيمې هېوادونو د ودې او پراختيا لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.

د رياست الوزراء اداري مرستيال زیاته کړې:« د چين – سويلي آسيا نندارتون د سيمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، فرهنګي او سياسي همکاريو د پراختيا لپاره يو مهم فرصت دی.»

عبدالسلام حنفي په دې غونډه کې تمه ښودلې چې د چين – سويلي آسيا نندارتون به د سيمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړيکو د لا زياتې پراختيا او پياوړتيا لامل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist