• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/17

د اسراییلو له لوري پر ایران د بریدونو له پیل کېدو وروسته، افغانستان ته د ایران د نفتو او ګازو صادرات بند شوي.

هرات کې د نفتو او ګازو شرکتونو مسوولین وایي، له ایران د نفتو او ګازو وارداتو بندېدو سره  د هر ټن نفتو بیه تر ۱۰۰ ډالرو پورې لوړه شوې ده.

هرات کې د نفتو او ګازو دولتي شرکت تجارتي آمر صدیق‌ الله منصور وايي: « د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړه سبب شوې چې له ایران د فراه، نیمروز او هرات ولایتونو له بنادرو کېدونکي واردات مطلق بندي شوي دي. موږ له اسلام کلا بندر تر ۲۰۰۰ ټنو ورځني واردات لرل، خو اوس دا کچه صفر شوې ده.»

په ورته مهال، د نفتو او ګازو یو شمېر پلورونکي هم مني چې ایران کې د جګړې له امله د نفتو او ګازو په بیو کې توپير راغلی.

د دوی په خبره، د یو لیټر تېلو بیه له ۶۰ افغانیو ۶۷ ته او د یو کیلو اوبلن ګازو بیه له ۴۸ افغانیو۶۰ ته لوړه شوې ده.

د نفتي توکو پلورونکی نوید احمدي وايي: « د نرخونو د لوړېدو اصلي لامل د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړه ده، په بازار کې تېل ډېر کم شوي او له امله یې په هر لېټر کې تر پنځو افغانیو بیې لوړې شوې دي.»

د ګازو پلورونکی فېزور احمد امیني وايي: « کله چې پر ایران د اسراییلو له خوا برید پيل شو، له افغانستان سره د ایران پولې وتړل شوې او له امله یې د ګازو بیې لوړې شوې. اوس د یوه کیلو ګازو بیه له ۶۰ تر ۶۲ افغانیو ده.»

په همدې حال کې د هرات اوسېدونکي بیا له مسوولینوغواړي چې د بیو کنټرول او له منځنۍ آسیا د نفتو وارداتو لپاره ګامونه پورته کړي.

د هرات اوسېدونکی جمشېد وايي: « شرایط ښه نه دي، خلک بېکاره دي او که پولې خلاصې شي او تېل راشي، همدارنګه نظارت وشي، دا د خلکو پر ګټه دي.»

د هرات یو بل اوسېدونکی وايي: « له دې وړاندې مو یو کیلو ګاز په ۴۸ افغانیو اخیسته، خو نن له ۶۳ تر ۶۵ افغانیو پورل کېږي. له مسوولینو غوښتنه کوو چې پولې خلاصې کړي او قېمتونه بېرته راټیټ کړي.»

دا په داسي حال کې ده چې له ایرانه د نفتي توکو د وارداتو له بندېدو سره هم مهاله، د تورغونډۍ بندر له لارې د منځنۍ آسیا له هېوادونو په ورځني ډول د نفتو وارداتو کچه له ۵۵۰ ټنو څخه ۱۲۰۰ ټنه ته لوړه شوې ده.

له ایران څخه افغانستان ته د نفتو او ګازو واردات د نیمروز ولایت له بندر، د فراه له میل ۷۸ بندر او د هرات ولایت اسلام کلا بندر له لارې  ترسره کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي
افغانستان

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي
افغانستان

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې
افغانستان

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو
افغانستان

غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو

جون 17, 2025
د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو
افغانستان

د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

جون 16, 2025
افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي
افغانستان

افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

جون 16, 2025

وروستي خبرونه

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025
بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

بلخ کې په جلدي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی

جون 17, 2025
هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

هندي رسنۍ: ښايي افغانستان ته د هند کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ دواړو د یو بل پر سټراټیژیکو سیمو بریدونه کړې

جون 17, 2025
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

جون 17, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist