Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
غفران: د اختر ورځو کې  شاوخوا ۲.۵ میلیونه داخلي سیلانیانو د هېواد له بېلابېلو سیمو لیدنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/17

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین وايي، د لوی اختر په شپو ورځو کې شاوخوا ۲.۵ ميليونه داخلي سيلانيانو د هېواد له بېلابېلو سيمو ليدنه کړې.

د دې وزارت ویاند خبیب غفران د یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د خبرو پرمهال وویل، د تېرو کالونو په پرتله د داخلي سيلانيانو شمېر زيات شوی او دا مهال خلک د تفريحي او تاريخي سيمو د ليدلو زياته لېوالتيا لري.

غفران په دې اړه وايي: « له ټول افغانستان موږ ته رارسېدلې شمېرې ښيي چې له ۲.۵ میلیونو زیات هېوادوالو یوازې په تېر لوی اختر کې د افغانستان له مختلفو ولایتونو او سیمو لیدنه کړې. له موږ سره تر ډېره د پکتیا ولایت او دغه راز د نورستان، کونړ، لغمان او غزني ولایتونو شمېرې شته چې ډېرو کسانو ترې لیدنه کړې. دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت اطمینان ورکوي چې امکاناتو ته په کتو به کال په کال هڅه وکړو د سیاحت په ډګر کې په ټولو هغو ځایونو کې چې کورني او بهرني سیلانیان د سیاحت په موخه سفر کوي، هلته اړین خدمتونه وړاندې کړو.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه کوي چې د هېواد په ټولو تفريحي سيمو کې سیلانيانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist