Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/16

وچکالي هغه جدې ستونزه ده چې د هلمند ډېرو ولسوالیو اوسېدونکي یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

تر ډېره د دې ولایت شمالي سيمې د وچکالۍ له امله د نورو هغو په پرتله زياتې زيانمنې شوې دي.

د هلمند ولایت اوسېدونکي وايي، نوزاد او واشېرهغه ولسوالۍ دي چې د نورو په پرتله یې ډېری اوسېدونکي د اوبو کموالي له امله د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړ شوي.

د نوزاد ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي: « دا ځای پخوا د بادامو بڼ و او ډېر ښه حاصلات یې لرل، خو د اوبو د وچېدو او خلکو کډه کېدو له امله اوس په وچ ډاګ بدل شوی او وچې ونې په کې ولاړې دي.»

د موسی کلا ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي: «  اوس موږ ته دومره اوبه پیدا شي چې زموږ ګوزاره پرې وشي، موږ به کله هم له دې ځایه لاړ نه شو. هېڅوک نه غواړي چې خپلې پلرنۍ مېنې پرېږدي. له دې ځایه تللي هم مجبوره وو او موږ هم مجبور یو چې بل ځای د ډوډۍ پیدا کولو لپاره کډه وکړو.»

د واشېر ولسوالۍ اوسېدونکی وايي: « زموږ مېوې په وچېدو دي، تاسو پوهېږئ چې هندواڼه او خټکي په اوبو وده کوي او که اوبه نه وي، نه لویېږي. موږ له امارت غوښتنه کوو چې زموږ لپاره د اوبو بندونه جوړ کړي. که موږ اوبه ولرو، ځمکې مو هر ډول حاصل کوي.»

له دې سره، د هلمند سیمه‌ يیز چارواکي وایي، د وچکالۍ د مخنیوي لپاره یې هڅې چټکې کړې دي.

 د دوی په خبره، د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې یې د باراني اوبو د زېرمه کولو او تر ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړولو په موخه د اوبو بندونه جوړ کړي، ترڅو په دې توګه د وچکالۍ مخنيوی وشي.

دوی همدا راز په هغو سیمو کې د لا زیاتو بندونو جوړولو ژمنه هم کړې چې ډېره اړتیا ورته لیدل کېږي.

د هلمند د اوبو او انرژۍ خدمتونو د کیفیت او کنټرول آمر فریدون وايي: « البته تر ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په موخه یا د اوبو د سطحې را لوړولو په موخه له بغران څخه نیولې تر بهرامچې پورې په ټولو ولسوالیو کې د چک ډیمونو پروژې پلې او ګټه اخیستنې ته وسپارلې. د خدای شکر دی چې ښه نتیجه یې هم ورکړه او د کومې اندازه اوبو لپاره چې ډیزاین شوي وو، هماغه اندازه اوبه یې ذخیره کړې.»

د رسمي سرچینو د مالوماتو له مخې، موسی کلا، باغران، لوړ کجکی او د هلمند په جنوب کې هم یو شمېر پرتې ولسوالۍ د وچکالۍ د اوږدې څپې له امله سختې زیانمنې شوې دي.

په دغو ولسوالیو کې تر ځمکې لاندې اوبو کچه له ٢٠٠ تر ٢٨٠ مترو کښته تللې او کافي اوبه نه ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist