Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/16

د عامي روغتیا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي اوس په ايران کې دی او د سفر په لړ کې يې له ایرانې چارواکو سره د لیدنې ترڅنګ له یو شمېر روغتونونو، پوهنتونونو او د طبې وسایلو له یوه نندارتون لیدنه کړې.

د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، په دې لیدنو کې دواړو لوریو یو بل سره د بشپړي همکارۍ، د روغتیايي کارکوونکو د روزلو او په افغانستان کې د ماشومانو ناروغیو درملنې له دولتي روغتونونو سره د دوه اړخیزو همکاریو په موخه د هوکړه لیک په اړه بحث او خبرې کړې.

د عامې روغتیا وزارت په دې اړه وايي: « د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي ایران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ماشومانو ناروغیو درملنې طبي مرکز او حکیم د ماشومانو ناروغیو درملنې روغتون له مسوولینو سره په دوو جلا غونډو کې لیدنه وکړه. د یادو روغتونونو مسوولینو د افغان روغتیايي کارکوونکو د روزلو او په افغانستان کې د ماشومانو ناروغیو درملنې له دولتي روغتونونو سره د هوکړه لیک چې له مخې به یې په بېلا بېلو برخو کې تجربې شریکي او د دوه اړخیزو همکاریو لار پرانیستل شي، د ژمنتیا ډاډ څرګند کړ.»

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، جلالي په تهران کې د فوق تخصص په پروګرامونو کې په زده کړو بوختو افغان متخصصینو سره لیدلي او د هغوی وړاندیزونه او ستونزې يي اورېدلې دي.

په ورته مهال، ډاکټران وايي، افغانستان د روغتیا په برخه کې زیاتې ستونزي لري او یوازي د ایران په مرستو دا ستونزي نه شي حل کېدلی.

دوی وايي، ایران دې د افغان ډاکټرانو د روزنې ترڅنګ د طبې وسایلو او باکیفیته درملو مرستې وکړي.

ډاکټر قاضې زاده وايي: « اوس په دې تخنیکي وسایل او اقتصاد باندې کار نه کېږي، ترڅو چې له بهرنیو هېوادونو سره اړیکه ونه شي او په ځانګړې توګه داسې وخت کې چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ایران تللی او په دې برخه کې هڅه کوي، نو خدای دې وکړي چې دا هڅه یې رنګ راوړي. ډېر کله د کاغذ پرمخ ژمنې کېږي خو عملي کېږي نه.»

یو شمېر نور ډاکټران بیا وايي، ایران دې روغتیا په برخه کي د ظرفیت لوړونې لنډ مهاله او اوږدمهاله پروګرامونه برابر او په هېواد کې د شته تخصصي برخو لا پراختیا ته زمینه برابره کړي.

ډاکټر احمدزی مخلص وايي: « موږ په طبي برخه کې ډېرو وسایلو او ماشینرۍ ته اړتیا لرو؛ په ځانګړي توګه زموږ دولتي روغتونونه او سکټور دغه شان وسایلو ته ډېر اړمن دی، لکه سټي سکن، اېم.آر.آی او نور ماشیونونه چې باید کار وشي او چمتو شي.»

د عامي روغتیا وزارت د چارواکو په خبره، د افغانستان او ایران ترمنځ د روغتیا د برخې همکاریو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت رامنځته شوی او د دواړو لورو پانګه وال باید له دې فرصت مثبته ګټه واخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist