Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت: تېر کال هوايي دهلېزونو له لارې د ۲۹۲ ميليونو ډالرو په ارزښت سوداګري شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: تېر کال هوايي دهلېزونو له لارې د ۲۹۲ ميليونو ډالرو په ارزښت سوداګري شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/16

هوايي دهلېزونه د توکو لېږدولو او په ځانګړې توګه داسې شرايطو کې د چټکو مسیرونو په توګه ځانګړی ارزښت لري چې ځمکنۍ لارې تړل شوې وي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت موندنې ښيي چې اوس‌ مهال د تېر په پرتله د يادو دهلېزو په وسيله د صادراتو او وارداتو ګراف لوړ شوی.

 د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام وايي، په تېر۱۴۰۳ کال کې د کابل، کندهار او بلخ هوايي ډګرونو له لارې اتريش، اردن، متحده عربي اماراتو، انډونيزيا، هند او چين ته په زياته پيمانه صادرات شوي.

جواد په دې اړه وايي: « مجموعي ارزښت یې ۲۹۲ میلیونو ډالرو ته رسېږي چې له ډلې یې ۱۲۵ میلیونه ډالره صادرات او ۱۶۷ میلیونه ډالره هم واردات دي. د افغانستان په سترو صادراتي توکو کې وچې مېوې، زعفران، وچ او لانده انځر، عناب، تور جلغوزي، نوې البسه، لاسي صنایع او نور توکي شامل دي؛ دغه راز په وارداتي توکو کې هم درمل او برېښنايي توکي شامل دي.»   

جواد دا هم ویلي، په ياده موده کې د وړم ۱۴۰۲ کال په پرتله د ځمکې او هوا له لارې د سوداګرۍ کچه زياته شوې او په خبره يې دا د سوداګرۍ د مخ پر ودې حالت ښکارندويي کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند په دې اړه وايي: « په ۱۴۰۳ کال د افغانستان د ټولو صادراتو کچه ۱ میلیارده ۷۸۵ میلیونو ډالرو او د ټولو وارداتو کچه ۱۱ میلیارده ۱۶۴ میلیونو ډالرو ته رسېدلې ده.»

د اقتصادي چارو شنونکي د هېوادونو ترمنځ د باور رامنځته کولو لپاره هوايي دهلېزونه مهم بولي او زياتوي چې له دې لارې د انتقالاتو خونديتوب هم تضمين کېدای شي.

د اقتصادي چارو شنونکی سېد مسعود وايي: «         لومړی دا چې هوايي دهلېزونه یو ډول ټاکل شوي سیاسي باورونه رامنځته کوي. دویمه خبره دا ده چې د هېواد جیوپولټیک او جیو ستراتیژیک جغرافیايي موقعیت څرګندوي چې په حقیقت کې د آسیا د مختلفو برخو نښلول دي. درېیمه خبره هم له اقتصادي پلوه د عاید راټولونه ده. هر حرکت چې د دغو دهلېزونو له لارې ترسره کېږي، عاید راوړي.»         

خو ځيني نور بيا د هوايي دهلېزونو د ګټې ترڅنګ په يادو دهلېزونو کې د لوړو تعرفو او نورو ستونزو يادونه کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « د هوايي دهلېزونو له لارې د توکو د قېمت اندازه ډېره لوړېږي، بله ستونزه د کارګو الوتکو نه شتوالی دی، همدارنګه په دې برخه کې کافي ستونزې او فساد شته او ترڅنګ یې لویه ستونزه د افغان توکو بسته بندي ده چې تر ډېره حده له نړیوالو معیارونو او د مارکېټ له غوښتنو سره سمون نه لري.»         

افغانستان په وچه کې د راګېر هېواد په توګه د صادراتو او وارداتو لپاره د ګاونډيو هېوادونو له سمندري لارو ګټه اخلي او د افغانستان دغه تکيه د دې سبب شوې چې وخت ناوخت له انتقالاتي ستونزو سره مخ شي.

خو د يادو ستونزو په پام کې نيولو سره افغانستان له يو شمېر هېوادونو سره د چټکې سوداګرۍ په موخه هوايي دهلېزونه فعال کړل چې ځينې یې لاهم فعاليت کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist