Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/14

د ځینو موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له امله هرات کې د یو شمېر کورنیو لپاره اختر په ویر بدل شو.

د دې ولایت حوزوي روغتون مسوولین وایي، د اختر درېیو ورځو کې د ټرافیکي پېښو له امله دغه روغتون ته شاوخوا ۲۰۰ ټپیان وروړل شوي دي.

د هرات حوزوي روغتون سر طبیب فرهاد افضلي وايي: «      لکه څرنګه چې تاسو په جریان کې یاست، د روژې په اختر کې مو تقریبا ً له ۲۸۰ تر ۳۰۰ تنو د ټرافيکې پېښو ټپیان لرل، خو په لوی اختر کې د دغو ټپیانو کچه له ۲۰۰ تنو ټیټه ده؛ یانې د اختر په درېیو ورځو کې مو له ۲۰۰ کمې ټرافیکي پېښې لرلې.»

که څه هم د لوی اختر پرمهال هرات کې د ټرافیکي پېښو له امله د ټپیانو شمېر زیات دی، خو د حوزوي روغتون مسوولین وایي، هلته موده وړاندې پر یو ټایر د موټرسایکل ځغلونې له بندیز سره د تېر کوچني اختر پرتله ټرافیکي پېښو کې ۳۰ تر ۳۵ سلنه کموالی راغلی و.

د هرات حوزوي روغتون سر طبیب په دې اړه وايي: « لکه څرنګه مې چې وړاندې وویل، د هغو شمېرو له مخې چې موږ یې سږ کال د اختر په شپو ورځو کې د ټرافیکو پېښو له امله لرو، پېښې کمې شوې دي. د دې لامل ښايي دا وي چې د ښار په داخل کې چټکې او په یوټایر ځغلونې کمې شوې او له همدې امله د تېرو اخترونو په پرتله په دې اختر کې د پېښو او ټپیانو شمېر کم و.»

بله خوا، هرات حوزوي روغتون ته ځینې وروړل شوي ټپیان وایي، د موټرسایکل ځغلوونکو او موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ قرباني شوي او غوښتنه کوي چې موټرچلوونکي دې ټرافیکي اصول په پام کې ونیسي.

اختر کې یو تن ټپي شوی وايي: « باید مخنیوی وشي او له هغو کسانو سره قانونی چلن وشي چې په ښار کې تېز موټر یا موټرسایکل چلوي. زما مخکې ته یو بایسکېل چلوونکی را والوت، ما د هغه د ژوبلېدو مخنیوی وکړ، خو خپله ژوبل شوم.»

اختر کې یوبل ټپی شوي وايي: « زما غوښتنه له ټولو دا ده چې خپله نقلیه وسایط آرام وچلوئ، له هېڅ نه رسېدو ناوخت رسېدل ښه دي.»

دا په داسي حال کې ده چې څه موده وړاندې د هرات امنیې قوماندانۍ چارواکو دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښو کموالي په موخه پر یو ټایر د موټرسایکل ځغلولو باندې  بندیز ولګاوه او د بې احتیاطه موټرسایکل ځغلوونکو سره یې د جدي او قانوني چلن خبرداری ورکړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist