Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/03

په کابل کې د روسیې سفیر ډیمیتري ژیرنوف د بهرنیوچارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره د لیدنې پرمهال د مسکو لپاره د افغانستان اسلامي امارت د نوماند سفیر منلو رسمي یادښت بهرنیو چارو وزارت ته سپارلی.

په دې لیدنه کې متقي هیله ښودلې چې له روسیې سره د ډېپلوماټیکو اړیکو نوی فصل به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا پراخه کړي.

په ورته مهال، په کابل کې د روسیې سفیر تمه ښودلې چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د ډېپلوماټیکې کچې لوړېدو سره به په ګڼو برخو کې د دواړو هېوادونه اړیکې مخ ته لاړې شي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل وايي: « ښاغلي ژیرنوف د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ته روسیې لپاره د افغانستان د نوماند سفیر د منلو رسمي یادښت وسپاره او هیله یې څرګنده کړه چې د ډپلوماتیکې کچې لوړېدو سره به د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې ګڼو برخو کې پرمختګ وکړي.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، روسیه چې نه یوازې په سیمه بلکې په نړۍ کې هم مهم او زبرځواک هېواد دی، له دې هېواد سره د سیاسي اړیکو د کچې لوړېدل کولی شي د نړۍ پر کچه د افغانستان سیاسي باور زیات کړي او له دې سره به نور هېوادونه هم د افغانستان له حکومت سره لوړې کچې اړیکو جوړېدو ته را وړاندې شي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي:« افغان ولس به له لاسته راوړنو برخمن شي، کاري فرصتونه به زیات شي، اقتصادي برخه کې به صادرات او واردات زیات شي، په سیاسي برخه کې به نړۍ کې د اسلامي امارت اعتبار لا زیات شي او د نړۍ نور هېوادونه به هم زړه ښه کړي چې د اسلامي امارت سفیران ومني.»

ځينې نور بیا په دې باور دي چې له روسیې سره د ډېپلوماټیکو اړیکو پراختیا د افغانستان پر ګټه دي، خو باید هڅه وشي چې د سیمې او نړۍ له نورو هېوادونو سره هم پر متقابل درناوي ولاړې رسمي اړیکې ټینګې شي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « روسیه په سیمه کې یو لوی قدرت دی، څومره چې روسانو سره زموږ اړیکې ډېرېږي، دا زموږ د ملي منافع لپاره ګټه لري. زه تمه لرم چې داسې متوازنه پالیسي غوره شي چې نه یوازې له روسیې او سیمې سره، بلکې له ټولې نړۍ او سترو هېوادونو سره د متقابل درناوي په چوکاټ کې ښې اړیکې ولرو.»

له دې وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې پرېکړه یې کړې له کابل سره د خپلو ډېپلوماټیکو اړیکو کچه د سفیر هغې ته لوړه کړي.

د اسلامي امارت حکومت د دې ګام ستاینه کړې او زیاتوي چې دوی به هم په ورته عمل سره په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت شارژدافیر کچه  سفیر ته لوړه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist