Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ولسمشریزو ټاکنو زماني مهالویش تصویب شو

shamshadnews by shamshadnews
2018/12/04

په ټاکنو د څار بنسټونه نیوکه لري، چې د ټاکنو کمیسیون د زماني مهالویش مهمې برخې هېرې کړي.

د ولسمشریزو ټاکنو لپآره زماني مهالویش تصویب شوی خو تر اوسه یې د بودیجې او امنیت په تړاو وروستي خبرې ندي شوي.

ټاکنو کمېسیون وايي، د ولسمشریزو ټاکنو لپآره عملیاتي پلان جوړوي او له حکومت او نړیوالې ټولنې سره خبرې کوي چې بودیجه ورته برابره کړي.

له دې سره په ټاکنو د څار بنسټونه د ولسمشریزو ټاکنو په زماني مهالویش نیوکې لري چې نیمګړتیاوې لري او ځينې برخې پکې له پامه غورځول شوي.

ټاکنو کمېسیون د ولسمشریزو او د غزني ولایت پارلماني ټاکنو لپاره د وري میاشتې ۳۱مه نېټه ټاکلې چې څو ورځې وړاندې یې زماني مهالویش په مشروط ډول تصویب شو.

ټاکنو کمېسیون چې تر اوسه د پآرلماني ټاکنیزې پروسې له مدیریت ندی وتلی، د ولسمشریزو ټاکنو پروسه هم ورله غاړې ده، خو د حمل ۳۱ نېټې لپاره کمېسیون ته د بودیجې او امنیت وضاحت ندی ورکړل شوی.

د کمېسیون لخوا د ولسمشریزو ټاکنو لپآره اوسنی جوړ شوی مهالویش هم په مشروط ډول تصویب شوی چې ځینې جزیات پکې کم دي.

په ټاکنو د څار بنسټونه مهالویش له تخنیکي نیمګړتیا ډک بولي او باور لري چې د تطبیق لپاره یې منظم پلان نشته.

اوس چې له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای د غزني پارلماني ټاکنې هم کېږي، کمېسیون ته یې د ډول په تړاو حکومت وروستۍ پرېکړه نده ورکړې چې هلته ټاکنې په کوم ډول کېږي.

ټاکنو کمېسیون د کارونو د دروند حجم له امله د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په زماني مهالویش کې د سنبلې ۳۰ ته وړي، خو په ټاکنو د څار بنسټونه باور لري چې کمېسیون به ولسمشرېزې او د غزني پارلماني ټاکنې هم په ټاکلې نېټه ترسره نشي کړای. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist