Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: ګاونډ او سیمې سره د اسلامي امارت اړیکې او تعامل پراخ شوي

شنونکي: ګاونډ او سیمې سره د اسلامي امارت اړیکې او تعامل پراخ شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/26

په دې وروستیو کې له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د اسلامي امارت د چارواکو سیاسي تګ راتګ زیات شوی، افغان چارواکو په سیمه کې بېلا بېلو هېوادونو ته سفرونه کړي او همدا راز د هېوادونو سیاسي استازي او ډېپلوماټان کابل ته راغلي.

 دغه سفرونه د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره مهم بلل کېږي.

د تهران فورم په ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست ګډون او بیا له هغه ځایه چین ته سفر او هلته د چین، افغانستان او پاکستان په درې اړخیزه ناسته کې برخه اخیستل، هغه څه دي چې د سیمې له مهمو هېوادونو سره د افغانستان د سیاسي اړیکو د پراختیا ښکارندويي کوي.

همدارنګه، د روسیې په تاتارستان کې د کازان په جوړې شوې ناسته کې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له ګډون سربېره قزاقستان، ازبېکستان او د منځنۍ آسیا یو شمېر نورو هېوادونو ته د اسلامي امارت د کابینې د غړیو سفرونه او مهمو ناستو کې ګډون او ویناوې هم له اقتصادي او سیاسي پلوه مهم ګڼل کېږي.

د سیاسي چارو شنونکي باور لري چې دغه سفرونه او سیاسي راشه درشه کولی شي د افغانستان او سیمې ترمنځ شته واټن او توپيرونه راکم کړي او په سیاسي او اقتصادي برخه کې د اتصال لپاره مهمې تګلارې رامنځته کړي.

دوی زیاتوي، له سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو ټینګښت د سیمې او افغانستان د ثبات لپاره مهم دي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « په دې وروستیو کې په سیمه کې د سرپرست حکومت د مشرتابه له خوا ګڼې هلې ځلې پيل شوې، ترڅو سیمه کې همغږي رامنځته کړي، له سیمې سره خپل توپيرونه راکم کړي، اتصال بحث که هغه سیاسي دی که اقتصادي یا ټولنیز، دا پیاوړی کړي. په دې برخه کې هلې ځلې ډېرې مهمې او د ستاینې وړ دي او موږ کولی شو د دې هلو ځلو له لارې سیمې سره شته توپيرونه راکم کړو. دا هلې ځلې په لویه کچه نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې له ثبات او ټیکاو سره هم مرسته کوي.»

ځینې نور بیا وايي، د افغانستان او سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ وروستیو سیاسي حرکتونو ته په کتو، د کابل سیاسي او اقتصادي اړیکې د لاپراختیا په حال کې دي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « زما په اند، کوم سفرونه چې په وروستیو کې د سیمې هېوادونو ته وشول، هم په سیاسي او هم په اقتصادي لحاظ له اهمیت برخمن دي. زه امېد لرم چې یوه متوازنه پالیسي له ټولې نړیوالې ټولنې سره په پام کې ونیول شي، ترڅو افغانستان د نړیوالې ټولنې د همکاریو په مرکز بدل شي.»

د کارپوهانو په اند، د هېوادونو په بلنه د افغان چارواکو سفرونه او مهمو سیمه ییزو سیاسي او اقتصادي ناستو کې یې ګډون د دې ښکارندويي کوي چې اوس د سیمې هېوادونه دې پایلې ته رسیدلي چې نور افغانستان ورته ګواښ نه دی.

دوی له هېوادونو سره د اړیکو او تعامل د ټینګښت په برخه کې د  سرپرست حکومت بهرنۍ پالیسي بریالۍ یادوي، خو زیاتوي چې باید دغه هڅې لاپسې ګړندۍ شي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « لوړ پوړو چارواکو د کازان په ناسته کډون وکړ او په حقوقي برخه کې د عدلیې سرپرست وزیر سفر او هلته غوښتنې مطرح کول، د تاشکند غونډه، له تاجیکستان سره اړیکو جوړول، د منځنۍ آسیا له نورو هېوادونو، ایران، هند او چین سره د اړیکو جوړول هغه څه دي چې د اسلامي امارت د واکمنۍ په څلورم کال یې دا وښوده چې سیمه کې د افغانستان له خاورې هېچا ته ګواښ متوجه نه دی.»

اسلامي امارت بیا تل ټینګار کړی چې بهرنی سیاست یې اقتصاد محوره دی او له ټولو هېوادونو سره ښې او پر متقابل درناوي ولاړې اړیکې غواړي.

 د اسلامي امارت سرپرست حکومت تل ډاډ ورکړی چې له افغان خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist