Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هند کې د افغانستان په تړاو غونډه ترسره شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/11

د افغانستان په اړه د سیمې د امنیتي غونډې درېیمه ناسته د هند پلازمېنه نوي ډيلي کې ترسره شوه.

د دغې غونډې ګډونوالو د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړېدل یوه اړتیا ګڼلې او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد د ټولو وګړو غوښتنو ته باید پام وشي.

په اعلامیه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د ترهګرۍ، نشه يي توکو قاچاق او له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام په اړه خبرې شوي دي.

په دې غونډه کې د ایران، قزاقستان، قرغیزستان، روسیې، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبېکستان د ملي امنیت سلاکارانو ګډون کړی و.

د هند د ملي امنیت سلاکار ویلي، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ګاونډي هېوادونه باید ګډه کړنلاره رامنځته کړي.

د غونډې ګډونوالو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرو د امن پټن ځای په توګه ونه کارول شي.

په دې غونډه کې له افغانستانه کوم استازی نه و غوښتل شوی او همداراز چین او پاکستان هم ونه غوښتل، چې د هند په کوربتوب د سیمې په دې امنیتي غونډه کې ګډون وکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist