Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/15

د خوست ولایت اور وژنې ادارې یا اطفایې مدیریت مسوولین وايي، تېر ۱۴۰۳ لمريز کال په دې ولايت کې د اور لګيدنې ۴۳ پېښې رامنځته شوې دي.

دوی زیاتوي، که څه هم د یادو پېښو د کنټرول پرمهال  یې د کابو ۵۰۰ ميليونو افغانیو مالي زيان مخه نيولې، خو د دې پېښو په لړ کې۱۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د خوست اطفایې مدیر حیات خان دلدار وايي: « په تېر ۱۴۰۳ کال کې د ټول خوست پر کچه ۴۳ طبیعي او غیر طبیعي پېښې رامنځته شوې دي چې له امله یې ۹۴ میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی او ۱۰ تنو هم په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.»

مسوولین د خوست ولایت نفوس او ګڼې ګوڼې ته په کتو د اور وژنې اوسني محدود امکانات کافي نه بولي.

دوی زیاتوي، که څه هم په وروستیو کې د باک او نادرشاه کوټ ولسوالیو لپاره د اطفایې تشکیلات منظور شوي، خو لاهم ګڼې سیمې د اطفایې د وسایطو، تجهیزاتو او روزل شویو کارکوونکو له کمښت سره مخ دي.

د خوست اطفایې مدیریت مرستیال ذبیدالله زغم وايي: « تاسو ته بهتره ماالومه ده چې خوست کې ډېرې لوړ پوړیزې ودانۍ شته. کله چې په دغو ودانیو کې اورلګېدنه رامنځته کېږي، موږ اطفایوي لفټ یا کرېن ته اشد ضرورت پيدا کوو. باید دغه وسیله زموږ لپاره خریداري شي، ترڅو موږ دغه شان پېښو ته په وخت رسېدنه وکړو.»

اخوا ځایي اوسېدونکي هم د اور لګېدنې پېښو له زیاتېدو سره هم‌مهاله اندېښنه لري، که خلک احتیاطي تدابیر ونه نیسي، د انساني او مالي زیانونو کچه به نوره هم لوړه شي.

دوی د دې ترڅنګ له مرکزي حکومته غواړي چې د دې ولایت لپاره د اورلګېدنې د مخنیوي په موخه امکانات ډېر کړي.

د خوست اوسېدونکی سید ولي شاه وايي:« هر دوکاندار باید د اور وژنې ډبه ولري، ترڅو اور پرې مړ کړي. د دوکانونو مخې ته باید څوک موټر ونه دروي؛ ځکه لارې تنګې دي او د اور لګېدلو پرمهال اطفایه نه شي کولی ځان ورسوي.»

د خوست یوبل اوسېدونکی حاجي محمد علي وايي: « له دوو یا درېېو دوکانونو باید یو یې د اور وژنې ډبه ولري، ترڅو اور کنټرول کړي. باید د برېښنا په ګډون له اور اچوونکو او وسایلو سره احتیاط وشي.»

په خوست کې د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال پرمهال د اور لګېدو پېښې او اندېښنې داسې مهال دي چې وړم کال د دې ولایت پرکچه یوازې ۱۸ ورته پېښې رامنځته شوې وې، خو مسوولین ټینګار کوي چې د خلکو همکاري، احتیاط او د غوره امکاناتو شته والی کولی شي پر وخت د دې ډول پېښو مخه ونیسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist