Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران کې ۶ تنه افغانان اعدام شوي

ایران کې ۶ تنه افغانان اعدام شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/05

د افغان کډوالو د ځورونې او په زور شړلو ترڅنګ، د هه نګاو په نوم د ایران بشري حقونو سازمان په یاد هېواد کې د افغانانو په ګډون د ۱۲۲ تنو د اعدام خبر ورکړی.

دې سازمان په یوه راپور کې ویلي، دغه کسان د روان کال په اپریل میاشت کې اعدام شوي چې د تېر ۲۰۲۴ کال د لومړۍ ربع پرتله ۵۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

راپور زیاتوي، د اعدام شویو کسانو ډېره برخه هغه کسان دي چې د نشه ‌یي توکو د قاچاق په جرم نیول شوي وو.

د راپور یوه برخه: « په ایران کې د ۱۲۲ بندیانو د اعدام حکم د روان کال په اپریل میاشت کې اجرا شوی. په دې بندیانو کې ۳ تنه سیاسي، ۵ تنه مذهبي، ۴ مېرمنې، ۳۲ بلوڅان، ۳۵ لوران، ۱۴ کردان، ۱۱ترکان او ۶ تنه افغانان شامل دي.»

له دې سره، ایران کې یو شمېر مېشت افغانان وایي، په سخت وضعیت کې دي او په خبره یې په دې ورستیو کې د ۲ میلیون افغان کډوالو د پېژندنې اسناد د یاد هېواد د حکومت له لوري باطل اعلان شوي چې له امله یې ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

په ایران کې افغان کډواله لینا نذیر وايي: « په عمومي توګه، ایران کې د افغان کډوالو ژوند له سختیو ډک دی او له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. دا ستونزې هغه مهال نورې هم زیاتې شوې چې د ایران حکومت ۲ میلیونو تنو افغان کډوالو ته د سرشمېرنې ورکړې پاڼې باطلې اعلان کړې. په دې سره ۲ میلیونه افغان مهاجران له ناڅرګند برخلیک سره مخ شول. همدارنګه د ایران حکومت له بېلابېلو لارو پر افغانانو فشارونه زیات کړي، ترڅو افغانان په خپله د ایران پرېښودلو ته اړ شي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له ویاند سره له پرله پسې اړیکو سره ونه توانېدو چې نظر یې له ځان سره ولرو، خو د کډوالو حقونو یو شمېر مدافعین وایي، ایران په خپلسري ډول د افغانانو اعدام چاره ترسره کړې چې په خبره یې دا د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

دوی له نړیوالو سازمانونو غواړي چې په یاد هېواد کې د افغان کډوالو د اعدام دغه لړۍ ودروي او قضیې یې وڅېړي.

د کډوالو د حقونو مدافع ګلاخان بهادري وايي:« د ایران په زندانونو کې د افغان کډوالو داسې خودسرانه اعدامونه د بشري حقونو ضد عمل دی. په دې اړه باید نړیواله ټولنه او د افغانستان اوسني مسوولین په ایران کې د بندي افغانانو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او د بشري حقونو له دې ضد عمل مخه ونیسي. باید د افغانانو د اعدامولو پر ځای له بدیلو لارو یا نورو سزاګانو کار واخیستل شي او اعدامونو ته د پای ټکی کېښودل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ایران د بشري حقونو یوه سازمان په خپل کلني راپور کې اعلان کړی وو چې یاد هېواد په تېر کال کې شاوخوا ۸۰ افغانان په بېلابېلو زندانونو کې اعدام کړي چې دا شمېرې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist