Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تحلیل کوونکي: له تکراري څېرو سره خبرې د افغانستان ستونزه نه شي حل کولی

سپینه ماڼۍ: د غیرقانوني افغان کډوالو کېسونه به د ځانګړې محکمې او قاضي له لارې وڅېړل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/24

د امریکا د کورني امنیت وزارت له هغه خبرداري وروسته چې له مخې يې ښايي د لنډمهاله خوندیتوب طرحې پر بنسټ امریکا ته لېږدول شوي ۱۴زره ۶۰۰ افغان کډوال چې اوس یې د لنډمهاله مېشتېدنې موده بشپړه شوې، له دې هېواده وايستل شي.

تازه سپینې ماڼۍ ویلي، د دغو کډوالو د برخلیک په تړاو به ځانګړې محکمه پرېکړه کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې په خپل وروستي خبري کنفرانس کې چې په امریکا کې د غیرقانوني کډوالو شمېر سلګونه زره تنه ښيي ویلي، د دغو غیر قانوني کډوالو کېسونه به د قاضي له لوري وڅېړل شي.

کارولین لیوېټ د بایډن پر مشرۍ د امریکا په تېر حکومت نیوکه کړې چې کواګي یاد شمېر پناه غوښتونکي یې په غیر قانوني ډول امریکا ته راوستلي او اوس د ډیپورټ کېدو له ګواښ سره مخ دي.

لیوېټ په دې اړه ویلي:« یو څه باید روښانه شي، هغه دا چې موږ دغه پروسه نه ده درولې بلکې وخت یې پای ته رسېدلی. دا ځکه چې تېرې ادارې په غیر قانوني ډول سلګونه زره کسان امریکا ته راوستل او وروسته یې هغوی ته د لنډمهاله اوسېدنې شرایط برابر کړل. بیا ځلې یې تکرارم، هغه څه چې لنډمهاله طرحه وه او دایمي نه وه. که داسې کسان وي چې د ولسمشر بایډن په اداره کې دلته راغلي وي او د پناه‌غوښتنې په لټه کې وي؛ نو له قانوني پروسو او لارو باید مخکې لاړ شي. د هغوی کېسونه به یو- یو د قاضي له خوا وڅېړل شي.»

له دې وړاندې د امریکا کورني امنیت وزارت افغان او کامروني کډوالو ته خبرداری ورکړی و چې تر راتلونکې مې میاشتې وخت لري، ترڅو له امریکا بهر ځان ته د اوسېدو شرایط برابر کړي.

امریکا د هغو هېوادونو اوسېدونکو ته له شپږو تر اتلسو میاشتو د لنډمهاله مېشتېدنې شرایط برابروي چې د بشري ناوړه وضعیت، جګړې او طبیعي پېښه له ګواښ سره مخ وي.

د کډوالو د حقونو فعال عبدالرازق عدیل وايي: « دغه ګام کولی شي د کډوالو او بشري حقونو د دفاع په تړاو د امریکا موقف کمزوری کړي او دغه راز د هېواد په داخل کې د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو یوه لویه څپه رامنځته کړي. ویلی شو چې دغه سیاست له یوې خوا د غیر قانوني مهاجرت د کنټرول او د ټي.پي.اېس قانوني معیارونو د بیا کتنې لپاره مطرح کېږي، خو له بلې خوا کولی شي د نړۍ پر کچه پراخې منفي اقتصادي، انساني او ټولنیزې پایلې ولري.»

په تېرې جنورۍ میاشت کې واک ته د ډونالډ ټرمپ له بیاځل واک ته رسېدو او تر هغې وړاندې په ټاکنیزو کمپاینونو کې نوموړي تل د غیرقانوني کډوالو د ډېپورټ کولو دریځ نیولی و.

د کډوالو د حقونو فعالان وايي، ځانګړې محکمې ته د افغان کډوالو د قضیو راجع کول کولی شي د هغوی کېسونه لاپيچلي او ستونزمن کړي.

د کډوالو چارو فعال علیرضا کریمي وايي: « دا چې اوس د مهاجرتي دوسیو څېړل محکمې ته سپارل شوي، دغه ګام کولی شي د کېسونو څېړنه لاپېچلې کړي. دا بدلونونه د کډوالو لپاره نا مشخصې پایلې لري او ښايي ځینې دوسیې له سخت حالت سره مخ کړي. په ټولیزه توګه، دغه پروسه تر ډېره د کډوالۍ په تړاو د ټرمپ او د هغه د دولت سختګیرانه پالیسي ګڼل کېږي.»        

دا داسې مهال ده چې د امریکايي اسلامي اړیکو شورا د امریکا د کورني امنیت وزارت له خبردراي وروسته دغه پرېکړه د کډوالۍ ضد اجنډا، ظالمانه او ګواښوونکې بللې وه.

یادې شورا په دې تړاو یوه اعلامیه خپره کړه او وویل، له جګړو او نورو ګواښوونو پناه غوښتنې ته اړ شویو کډوالو بېرته ستنول او یا یې له امریکا شړل، د هغوی ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist