Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات ګلران ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته ۴۶ بابه کورونه جوړ او وسپارل شول

د هرات ګلران ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته ۴۶ بابه کورونه جوړ او وسپارل شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/23

د افغانستان او ایران سوداګرۍ ګډې خونې له خوا د هرات ګلران ولسوالۍ د بوتان کلي زلزله ‌ځپلو لپاره ۴۶ کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

مسوولین وايي، د دې هر کور په جوړولو ۸ زره ډالر لګښت راغلی چې د سړو، تودوخې او زلزلې پر وړاندې مقاومت لري.
د افغانستان او ایران د ګډې سوداګریزې خونې رییس محمود سیادت وايي: « زه هېله لرم دې ته په کتو سره چې دواړه هېوادونه د زلزلو، سېلابونو او طبیعي پېښو له خطر سره مخامخ دي، لپاره یې داسې جوړښت رامنځته کړو، که د دواړو ملتونو خلک زیانمن کېږي، ورسره مرسته وکړای شو.»

د کورونو جوړولو پروژې مسوول سعد خطیبي وايي:« کوم کورونه چې دلته جوړ شوي، له هغو ټولو کورونو سره توپير لري چې په نورو ځایونو کې زلزله ځپلو ته جوړ شوي دي. دا کورونه د زلزلې پر وړاندې مقاومت لري او د هر کور مساحت شاوخوا ۷۰ متره مربع دی چې نږدې ۸ زره ډالر لګښت پرې راغلی. دا کورونه د سړو او تودوخې پر وړاندې عایق دي او د زلزلې پر وړاندې مقاومت لري.»

په همدې حال کې، افغانستان مېشت ایراني ډېپلوماټان د دواړو هېوادونو ترمنځ ورته همکاري د اړیکو د پياوړتیا او پراختیا لپاره مهمه بولي.
هرات کې د ایران کونسل عليرضا مرحمتي  وايي: « کله چې د ایران خلک وویني چې افغانان د دوی مرستې ته اړتیا لري، دریغ به ونه کړي، ځکه زموږ خلک د دې ځای خلک خپل او یو ملت ګڼي.»

له بلې خوا، ځايي چارواکي له ګاونډیو هېوادونو د متقابلو همکاریو پر دوام او اړیکو ټینګار کوي.
د هرات والي نور احمد اسلام جار وايي: « موږ د خپل ځان، خپلې خاورې او هېواد لپاره امنیت، آرامي، سوله او ترقي غواړو. دغه راز د خپلو ګاونډیانو لپاره هم سوله او ترقي غواړو. اسلامي امارت د ژوندانه د هرې برخې او ټکي لپاره پلانونه لري او که خدای کول پلي کېږي به.»

شاوخوا دوه کاله وړاندې د هرات په رباط سنګي، زنده جان او ګلران ولسوالیو کې پرله پسې زلزلو درنه مرګ ژوبله واړوله او د دغو ولسوالیو ګڼ شمېر کلي یې په کنډوالو بدل کړل.

له دولتي ادارو سربېره، ګڼو ملي او نړیوالو موسسو، سوداګرو او مرستندویه بنسټونو زلزله ځپلو ته د کورونو جوړول پيل کړل او تر اوسه یې ډېره برخه بشپړ او کورنیو ته سپارل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist