Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د قزاقستان لوړ پوړي پلاوی له یوه مهم سوداګریز تړون سره کابل ته سفر کړی

د قزاقستان لوړ پوړي پلاوی له یوه مهم سوداګریز تړون سره کابل ته سفر کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/22

د قزاقستان د لوموړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین پر مشرۍ  یو لوړ پوړی پلاوی په رسمي سفر افغانستان ته کابل ته راغلی دی.

ژومانګارین له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، غواړي د سې ‌شنبې په ورځ د افغان- قزاق ګډ نندارتون په کابل کې پرانيزي او له ځان سره راوړی سوداګریز تړون د ریاست الوزرا له اقتصادي معاونیت سره شریک کړي.

نوموړی دغه ‌راز ویلي، هڅه کوي د قزاقستان له لارې د افغانستان او چین ترمنځ د اتصال مسیر ته هم لار هواره کړي.

ژومانګارین زیاته کړې: « دا زموږ څلورم سفر دی چې قزاقي پلاوی افغانستان ته راځي. دا ځل به هم د سوداګرۍ وزیر په ګډوڼ له ګڼو افغان چارواکو سره ګټورې لیدنې کتنې ولرو او ترڅنګ به یې د افغان- قزاق سوداګریزو توکو ګډ نندارتون هم دلته دایر کړو. موږ هیله لرو وکولی شو هر کال دوه ځله افغانستان ته سفر وکړو. سربېره پر دې، موږ یو مهم سوداګریز تړون چمتوو کړی چې د ریاست ‌الوزرا اقتصادي معاونیت ته به وړاندې شي. موږ دغه ‌راز هیله لرو چې دغه سفرونه وکولی شي د دواړو هېوادنو ترمنځ د اړیکو په پراخېدو کې مثبت رول ولوبوي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د قزاقي پلاوي د سفر اصلي موخه د افغان- قزاق ګډ نندارتون جوړول او د دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي همکارۍ پراخول یادوي.

نورالدین عزیزي وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په ښه حالت کې دي چې په خبره يې افغانستان دامهال دغه هېواد ته صادرات کوي او په راتلونکي کې به کاني محصولات هم دې هېواد ته صادر کړي.

عزیزي زیاتوي: « د تجارتي تواصل دغه کنفرانسونه یا بي ټو بي او نندارتونونه موږ په افغانستان کې ترتیب کړي او هم د قزاقستان په پلازمېنه آستانه او آلماتا ښارونو کې نندارې ته وړاندې شوي. دا به انشاالله ادامه ولري.»  

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست دغه راز وايي، هڅه کوي له قزاقستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارده امریکايي ډالر او تر هغې هم لوړه کړي.

 نورالدین عزیزي زياتوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا کافي ظرفیت موجود دی او دا مهال افغانستان خپلې ډېری اړتیاوې له دې هېواده پوره کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په دې اړه وايي: « هغه ښه نیت چې د دواړو هېوادونو او ملتونو ترمنځ شته دی، له امله یې په بازارونو کې پرېماني ده او هم قېمتونه راټیټ شوي دي. ما ژمنه کړې چې دغه سوداګرۍ تر ۳ میلیاردو ډالرو یا له دې هم پورته کړو. دا مهال زموږ څښاک توکي او صنعتي مواد قزاقستان ته صادرېږي او هڅه کوو چې د کرنیزو او کاني موادو په برخه کې هم قزاقستان ته صادرات ولرو.»

دا په داسې حال کې ده چې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانګارین وايي، تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري شاوخوا یو میلیارد ډالرو ته رسېده چې په خبره يې دغه کچه په دې وروستیو کې د ځینو لاملونو له کبله راټيټه شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist