• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امیر خان متقي: له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اخراج پاروونکی عمل دی

امیر خان متقي: له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اخراج پاروونکی عمل دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/15

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري شړلو او د کډوالو اړوند ستونزو په تړاو په کابل کې د پاکستان له شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني سره ليدلي او په پاکستان کې يې له افغانانو سره ناوړه چلن په اړه خپله خواشيني څرګنده کړې.

متقي دغه راز د افغان کډوالو پر وړاندې په پاکستان کې د روان چلن او د ياد هېواد د پرېکړو بدلولو غوښتنه هم کړې.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل په دې اړه وايي: « په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي او اقتصادي مسایلو هر اړخيزې خبرې وشوې. د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د افغان مهاجرینو په جبري اخراج او د ځینو ارګانونو له لوري له مهاجرینو سره په نامناسب چلن خپله خواشیني څرګنده کړه او روان ناسم چلن یې پاروونکې او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر زیان وباله او د دې وضعیت د تغییرغوښتنه یې وکړه.»

د پاکستان شارژدافېر په دې لیدنه کې ډاډ ورکړی چې د سرپرست حکومت اندېښنې به له خپل حکومت سره شريکې کړي.

تکل وايي: « د پاکستان د سفارت سرپرست وویل، د اسلامي امارت تشویش درک کوي او یاده موضوع به له اړوندو ارګانونو سره شریکه کړي. په پای کې د دواړو لوریو له خوا د متقابلو اغېزمنو اقداماتو په کولو او د لوړ پوړیو پلاوو پر تګ راتګ ټینګار وشو.»

د پاکستان حکومت د روانې اپرېل میاشتې له پيل راهیسې د افغان کډوالو د جبري ستنولو دویم پړاو پیل کړی او تر اوسه یې سلګونه زره افغان کډوال افغانستان ته را ایستلي دي.

راستانه شوي کډوال د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلن شکایت کوي او وايي، د پاکستان امنیتي ځواکونه یې په کورونو چاپې وهي، نیسي یې او پرته له دې چې د کور وسایل راټول کړي، افغانستان ته شړل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist