• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ یو ځل بیا بګرام هوایي ډګر د خپلو ګټو لپاره مهم بللی

ټرمپ یو ځل بیا بګرام هوایي ډګر د خپلو ګټو لپاره مهم بللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/10

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د بګرام هوایي ډګر پرېښودو له امله پر مخکېني ولسمشر جوبایډن سختې نیوکې کړې او د نوموړي پالیسيو په ناکامه بللو سره يې ويلي، د بایډن پالیسۍ د دې سبب شوې چې امریکا د بګرام په څېر لوی او مهم هوايي ډګر له لاسه ورکړي.‌

د نوموړي په خبره، امریکا باید د چین لپاره هم د بګرام هوایي ډګر له لاسه نه وای ورکړی.

ټرمپ دا څرګندونې په کانګرېس کې د جمهوري غوښتونکو ملي کمېټې په ناسته کې کړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو یادونه هم کړې او دا پرېکړه یې د امریکا په تاریخ کې یوه له شرمه ډکو پرېکړو ګڼلې.

ټرمپ زیاته کړې:« په افغانستان کې چې څه پيښ شول، باید نه وای پېښ شوي. دا زموږ په تاریخ کې یوه شرموونکې پېښه وه چې رامنځته شوه. خبره یوازې له افغانستانه د وتلو نه ‌ده، بلکې هلته موږ ډېر څه له لاسه ورکړل. که زه وای، نو د بګرام هوایي ډګر مې له لاسه نه ورکاوه؛ ځکه هغه ډګر په نړۍ کې یو له لويو هوايي ډګرونو دی او بل د بګرام هوایي ډګر له چین یوازې يو ساعت لرې واټن لري. تاسې اوس پوهېږئ چې هغه مهم پوځي ډګر د چین تر واک لاندې دی او دا هرڅه د احمق جوبایډن له لاسه وشول.»

ټرمپ ویلي، ده هم غوښتل له افغانستانه امریکایي ځواکونه وباسي، خو په خبره يې د امریکا د ګټو خوندي کولو لپاره یې سټراټیژیک پلانونه هم په پام کې نیولي وو.

څو ورځې وړاندې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکي د بګرام په هوایي ډګر کې یوې امریکایي الوتکې ناسته کړې، خو د سرپرست حکومت له خوا په کلکه رد شول.

د سیاسي چارو څارونکي بیا وایي، امریکا لاهم هڅه کوي چې د سیمه ‌ييزو قدرتونو پر وړاندې یو مهم او سټراټیژیک ځای پیدا کړي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « موږ له امریکا سره د اړیکو جوړولو ته اړتیا لرو؛ ځکه امریکا په نړۍ کې لومړی درجه هېواد دی. که چېرې د متوازن، بې طرفه او اقتصاد محوره سیاست پالیسي تعقیب کړو، امکان لري چې موږ له دوی سره اړیکې جوړې کړو او د توافق په لرلو سره یوې نتیجې ته ورسېږو.»

د امریکا ولسمشر ډوڼالډ ټرمپ د تېرې فبرورۍ میاشتې پر ۳مه نېټه هم د بګرام هوایي ډګر د امریکا لپاره خورا ارزښتمن بللی و او ویلي يې و چې د افغانستان دغه ستراتيژیکه اډه اوس‌ مهال د چین په اختیار کې ده.

د سیاسي چارو یو شمېر نور څارونکي بیا وایي، د بګرام هوایي ډګر له هره اړخه د امریکا لپاره مهم او د لویو سیاسي ګټو اساسي ټکی دی.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « امریکا نه غواړي افغانستان په سیمه کې د یوه ستراتیژيک ټکي په توګه له یاده وباسي. له همدې امله دوی حاضر نه دي چې افغانستان خپلو رقیبانو یانې چین او روس ته پرېږدي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مختلفو بهانو، کله د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو او کله هم له افغانستانه د پاتې شویو او تجهیزاتو د اخیستلو په بهانه خبرې کوي.»

بګرام هوايي اډه نږدې ۶۰ کاله مخکې د افغانستان د پخواني پادشاه محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پرمهال جوړه شوه.

دغه هوايي اډه اوس مهال د هغه وخت پنځه برابره پراخه او د سیمې پر کچه په عصري امکاناتو سمبال شوې ده.

د کابل ګاونډي پروان ولایت کې پرته بګرام هوایي اډه د افغانستان تر ټولو مجهز هوایي ډګر هم ګڼل کېږي چې په کې د هر ډول الوتکو کېناستلو وړتیا شته.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist