Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: بګرام هوايي اډه کې د بهرنیو ځواکونو بیا مېشتېدنه حقیقت نه لري

مجاهد: بګرام هوايي اډه کې د بهرنیو ځواکونو بیا مېشتېدنه حقیقت نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/08

د اسلامي امارت ویاند د امریکایي ځواکونو بیا راګرځېدنه ناشوني بولي او وایي، دا هېڅ امکان نه ‌لري چې هغوی یو ځل بیا افغانستان ته را وګرځي.

ذبیح‌الله مجاهد وایي، افغانستان یو خپلواک هېواد دی او هېڅ بهرني ځواک ته اړتیا نه ‌لري.

مجاهد له ملي ټلویزیون سره په خبرو کې هغه ادعاوې په کلکه رد کړې چې وايي، په بګرام هوايي اډه کې یوې امریکايي پوځي الوتکې ناسته کړې.

هغه زیاته کړې: « ما هم واورېدل ځینو کړیو دا شایعات خپاره کړي، خو دا حقیقت نه لري. د افغانستان خلک پوهېږي چې دا امکان نه لري، افغانستان یو خپلواک هېواد دی او خپلواک امنیتي ځواکونه لري. د هېڅ یوه هېواد نظامیانو ته اړتیا نه شته او اجازه هم نه ورکول کېږي چې دلته راشي. په دې اړه پروپاګنډا د عامه ذهنیتونو د تخریب لپاره کېږي.»

د  سایسي چارو څارونکي بیا وایي، ځینې هېوادونه او کړۍ په لوی لاس هڅه کوي چې د بګرام هوایي اډه له پوځي ډګره په سیاسي ډګر بدله کړي.

 د دوی په باور، سرپرست حکومت باید د دې هېوادونو او کړیو د پروپاګنډا مخه ونیسي.

د سیاسي چارو شنونکی  خلیل احمد نادم وايي:« بګرام او نورې هوايي اډې د افغانستان د خاورې یوه برخه ده او ستراتیژيک هوايي ډګرونه دي. په دې شوې ادعاوې ناسمې دي، خو د افغانستان دولت کولی شي د امتیاز په بدل کې دغه هوايي اډه بل هېواد ته په اجاره وکړي.»

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې فبروري میاشتې پر ۳مه د بګرام هوایي ډګر د امریکا لپاره خورا ارزښتمن بللی و او ویلي یې و چې د افغانستان دغه سټراټيژیکه اډه اوس ‌مهال د چین په واک کې ده.

بګرام هوايي اډه نږدې ۶۰ کاله مخکې د افغانستان د پخواني پادشاه محمد ظاهرشاه په واکمنۍ کې جوړه شوه، خو ویل کېږي، اوس د هغه وخت پنځه برابره پراخه او د سیمې پر کچه په عصري امکاناتو سمبال ده.

د کابل ګاونډي پروان کې پرته دغه اډه د افغانستان تر ټولو مجهز هوایي ډګر هم ګڼل کېږي چې په کې د هر ډول الوتکو کېناستلو وړتیا شته.

د پوځي چارو شنونکي د بګرام اډه د جګړې مهارولو ستراتیژیک ځای بولي.

دوی وایي، په خپلواکه بڼه افغان ځواکونو ته له تجهیزاتو او امکاناتو سره د دې هوايي اډې سپارل مهم ګام دی.

د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي: « بګرام په سیمه کې یوه بې ساري هوايي اډه ده. د دې اډې ټول تأسیسات او د الوتنو بانډونه بشپړ دي او هېڅ کمی نه لري. افغانستان دا مهال داسې هوايي ځواک نه لري چې له دې اډې ګټه واخلي.»

بګرام هوايي اډه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو ستره اډه وه او په کې زرګونه امریکايي سرتېري اوسېدل.

له دې ځایه په ټول افغانستان کې پوځي فعالیتونه تنظیمېدل، خو کله چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل، دا اډه اوس د اسلامي امارت تر واک لاندې راغله.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist