• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ټرافیکو عموي ریاست: شخصي موټر د ټکسي خدمتونو وړاندې کولو اجازه نه لري

د ټرافیکو عموي ریاست: شخصي موټر د ټکسي خدمتونو وړاندې کولو اجازه نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/07

د ټرافیکو عمومي رياست د يوې تازه پرېکړې له مخې په ټول هېواد کې د سورليو وړلو لپاره د شخصي موټرو کارول منع کړل.

د دغه ریاست له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، له يادې پرېکړې يې موخه د ښاري نظم ټينګول، ټرافيکي مديريت او د موټرو قانوني فعاليت عامل دي.

د ترافیکو ریاست چارواکي وايي، د ټکسي په توګه موټرو ته د فعاليت جوازونو د وېش له پيل راهيسې په ټولو ولايتونو کې سلګونه زره جوازونه وېشل شوي.

د دوی په خبره، يوازې په کابل کې۴۰ زره شخصي او شرکتي موټرو ته د ټکسي جوازونه وېشل شوي دي.

دوی زیاتوي، د ټکسي جواز اخيستلو او د موټرو رنګولو په برخه کې يې خلکو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړې دي.

د ټرافيکو عمومي رياست د ښوونې او روزنې مدير عبدالودود خیرخوا وايي: « په دې اړه باید ووایم چې د ټکسي د امر ورکولو له پيل راهیسې د ټول هېواد پر کچه تقریبا ً له ۱۰۰ زرو پورته ښاري نقلیه وسایطو ته د ټکسي اسناد ورکړل شوي چې له ډلې یې تر ۴۰ زرو زیات په کابل ښار کې دي. د ټکسي امر اخیستونکي کس لپاره هېڅ ډول ستونزه نه شته، یوازې باید ترافیکو ریاست ته راشي، عریضه وکړي او خپل کارونه طی مراحل کړي. په دویمه ورځ کولی شي د ټکسي امر واخلي.»          

په ورته وخت کې يو شمېر ټکسي چلوونکي وايي، د ټکسي جواز اخيستلو او د موټر پر رنګولو يې زياتې پيسې ولګولې، خو د ياد رياست له لوري ورته مناسب تم ‌ځايونه نه دي جوړ شوي.

ټکسي چلوونکی محمد اکبر وايي: « اقتصادي وضعیت ښه نه دی، خو بیا هم که څوک وغواړي کار شته دی. موږ په ښار کې ځانګړي تم ځایونه نه لرو او ترافیک مو ځوروي.»

ټکسي چلوونکی هارون وايي: « له حکومت غوښتنه کوم چې ټکسي موټر ته ځانګړی ځای ورکړي. زه د ارزان قیمت او فروشګاه په لین موټر چلوم، هلته شخصي او ټکسي دواړه کار کوي.»

له بلې خوا، په کابل ښار کې د شخصي موټرو چلوونکي وايي، اقتصادي ستونزې يې د دې سبب شوې چې د ټکسي جواز ترلاسه نه کړي.

 دوی زياتوي، د کمو عايدو له امله نه شي کولی خپلې ستونزې حل کړي او له سرپرست حکومت د موټر چلونې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

موټر چلوونکی محمد نسیم وايي: « له حکومت غوښتنه کوو چې د ټکسي امر ورکولو او موټر رنګولو په اړه مراعات وکړي او څه پیسې کمې واخلي. همدارنګه د ټرانسپورټ، ټکس لین او پلېټ په اړه هم زیاتې پیسې اخلي او تمه لرو چې دا لګښتونه راته کم کړي. له یوې خوا بېکاري ده او له بلې خوا دوی ډېرې پیسې اخلي، دا کار سړی ځوروي.»            

له دې سره، د کابل اوسېدونکي هم د ټترافيکو رياست د يادې پرېکړې د هرکلي ترڅنګ وايي، د ورته پرېکړو عملي کول د امنيت په لا ټينګښت کې هم مرسته کولی شي.

د کابل اوسېدونکی محمد یاسین وايي: « دا کار له امنیتي پلوه ګټې هم لري، خلک کولی شي په ټکسي موټرو کې په پوره ډاډمنه توګه سفر وکړي، حال دا چې شخصي موټر د باور وړ نه دي.»                     

د کاري فرصتونو کموالی او اقتصادي ستونزې هغه عوامل دي چې ډېر خلک په شخصي موټرو کې سورليو وړلو ته اړ شي او له دې لارې هڅه کوي چې خپلې کورنۍ تمويل کړي.دا جعلي متن دی. د ډمی مینځپانګې لپاره د ډیفالټ متن مثالونه شتون نلري نو ما باید دا رامینځته کړی وي. دا ستاسو د خپل مینځپانګې سره بدل کړئ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist