Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګل غونډۍ په اختر کې د سلګونه سیلانیانو کوربه وه

ګل غونډۍ په اختر کې د سلګونه سیلانیانو کوربه وه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/02

هرکال د پسرلي موسم په رارسېدو سره ګل غونډۍ په ارغواني ګلونو پوښل کېږي. دا غونډۍ چې د پروان ولايت په مرکز چاریکارو کې د طبیعي ښکلاګانو له ډکې سیمې ګڼل کېږي، هر کال د پسرلي په موسم او په تېره بيا د اخترونو په څېر ځانګړو ورځو کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د زرګونه سيلانيانو کوربه وي.

احمدالله او ملګري یې له غزني ولایت څخه د ګل ‌غونډۍ سیل ته راغلي دي.

احمد الله د ګل غونډۍ د ښکلا او سیل په اړه وايي: « ما د ارغواني ګلانو نوم اورېدلی، خو لیدلي  مې نه وو. لومړی ځل دی چې ګل غونډۍ کې یې وینم او خوند ترې اخلم. زه او ملګري مې چې کابل ته راغلو، بیا مو د ګل غنډۍ پوښتنه وکړه او بیا دلته راغلو. ډېر د خوښۍ احساس کوم، ښایسته ځای دی او په زړه پورې هوا لري.»

د هېواد له بېلابېلو ولایتونو یو شمېر راغلي سیلانیان چې ګل غونډۍ ته د مېلو او تفرېح لپاره  ورغلي خوښ دي چې د اختر خوښۍ په امن او آرام طبیعت کې تېروي.

د کابل اوسېدونکی  بشرمل وايي: « دلته راغلی یم چې د ګل غونډۍ له طبیعت خوند واخلم. دا ځای ډېر ښایسته طبیعت او هوا لري او ښه ډېر خلک ورته راغلي دي، زه خپل هېواد په برازیل نه ورکوم.»

د بغلان اوسېدونکی مبشر وايي: « له ملګرو سره ګل غونډۍ تپې ته راغلی یم. زما لومړی ځل دی او باید وایم چې ډېر ښایسته ځای دی. امنیت هم ښه دی او فرصت شته چې خلک سیل وکړي.»

د پکتیا اوسېدونکی عبدالغفور وايي: « ډېر ښایسته ځای دی، خوندوره هوا او ښه خلک لري. زموږ ډېر ساعت تېر شو او فضا پوره امن ده. موږ د پروان له خلکو ډېره مننه کوو چې د تفرېح او ساتېري زمینه یې برابره کړې.»

ځايي خلک هم چې په دغو ځانګړو ورځو کې د سیلانیانو لپاره خدمات وړاندې کوي او له همدې لارې یې کاروبار روان دی، له خپل کاربار او هلته د ډېرو سیلانیانو له ورتګ خوښ دي.

چای پلورونکی میرآقا وايي: « پرون مې له ۱۵ تر ۲۰ زرو افغانیو کار وکړ. څومره چې خلک ډېرېږي، زموږ فروشات هم ورسره ښه کېږي.»

ګل غونډۍ کې یو بل کاروبار لرونکی میلاد وايي: « زموږ فروشات ډېر ښه شوي، د نورو کالو په پرتله ډېر شوي دي.»

چای پلورونکی عبدالبشیر وايي: « دلته خلک سیل ته راځي او موږ یې خدمت کوو. هم د خلکو تفرېح وشي او هم زموږ لپاره مزدوري جوړه شي.»

ګل غونډۍ د پروان ولايت مرکز چاريکارو په لويديځ کې يوه له طبیعي منظرو او تفريحي سيمو ده چې په ۱۳۲۴ لمریز کال د افغانستان د یوه شاعر بهايي جان له خوا د ګل غونډۍ په نوم ونومول شوه.

د ارغواني ګلانو مېله چې هر کال په دې غونډۍ کې جوړیږي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا ۱۲ کاله وړاندې پر رسمیت وپېژندل شوه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist