Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان روان کال د ۳ میلیونو افغان کډوالو د ایستلو پلان لري

پاکستان روان کال د ۳ میلیونو افغان کډوالو د ایستلو پلان لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/02

پاکستان له تېرو درېیو کالو راهیسې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت دریځ خپل کړی او هڅه کوي چې افغان کډوال په زور ستانه کړي.

دغه هېواد د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې د افغانانو په زور ایستلو لړۍ پيل کړه او د ټولو افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه یې د روان کال د مارچ میاشتې تر ۳۱ مې ڼېتې ټاکلې وه، خو د اختر په دويمه ورځ یې دا ټاکلی ضرب الاجل د اپریل تر لسمې نېټې وغځاوه.

اسوشیتېد پرېس خبري آژانس د خپلو سرچینو له خولې ویلي: « پاکستان پلان لري چې په روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې ۳ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړي. د پاکستان حکومت ځینې سرچینې وايي چې د کوچني اختر لپاره یې د ضرب ‌الاجل وروستۍ نېټه ۱۰ ورځې ځنډولې ده. د پاکستان د حکومت په خبره، په دې هېواد کې څه باندې ۳ میلیونه افغان کډوال د ( پي.او.آر) کارت لرونکي او څه باندې ۸۰۰ زره  نور یې (ای.سي.سي) کارتونه لري چې له ټاکل شوې مودې وروسته به هڅه کوي چې د ستنو شویو افغان کډوالو بیا ځل پاکستان ته له ورتګ مخه ونیسي.»

د پاکستان له لوري د افغان کډوالو پر وړاندې دا جدي پرېکړه د نړیوالو سازمانونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

 د بښنې نړیوال سازمان هم له افغان کډوالو سره سخت چلن غندلی او دغه دریځ یې د کډوالۍ له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

بله خوا، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین په اختریز پیغام کې د پاکستان هغه ادعاوې بې اساسه بولي چې ګواکي افغانان دې هلته په ناامنۍ کې لاس ولري.

پښتین په دې اړه وايي: « هېڅوک په خپله خاوره کې مهاجر نه شي کېدای، که ته له دې خاورې بل ځای ته لاړ شې بیا به مهاجر یې. تاسو دلته نه ګډوال یاست نه مهاجرین بلکې په خپله خاوره یاست. دلته د چا قبضه ده، د چا زور دی او په هغو باندې زموږ وس نه رسېږي، کنه ستاسو د تګ خبره موږ ته ډېر زور راکوي، ډېر پرې خفه یو او نه باید داسې وشي. زموږ چې څومره وس وي، ستاسو به خدمت کوو.»

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپورهم د پاکستان ټاکل شوي ضرب الاجل مخالفت کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې دغه مساله د اړیکو د پیکه کېدو لامل بللې.

د مظلومو ولسي غورځنګ غړی نعمت الله خان وايي: « محسن نقوي له خوا دغه پرېکړه تر اوسه نه ده بدله شوې، که څه هم د افغانانو د حقونو لپاره د پاکستان مختلفو ادارو او خلکو خپل غږونه پورته کړي. د پاکستان دا پرېکړه د انساني حقونو، اسلامي اصولو او پښتونولۍ خلاف عمل دی.»

همدارنګه، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال هم مني چې د یاد هېواد د پولیسو له لوري له سخت چلن سره مخ دي.

 دوی وایي، د افغان کډوالو له لوري په یاد هېواد کې شوې پانګونه په لسو ورځو کې نه راټولېږي او په خبره یې دغه پرېکړه له افغانانو سره ظلم دی.

په پاکستان کې افغان کډوال ملک مجاهد شینواری وايي: « ۴۰ کلنه زندګي په لسو ورځو، میاشت او کال کې هم نه راټولېږي، ځکه دغو خلکو دلته ژوند کړی، کاروبار لري، کورونه او جایدادونه لري.»

په پاکستان کې افغان کډوال حاجي نظر خوګیاڼیوال وايي: « موږ د پاکستان له مرکزي حکومت غوښتنه لرو چې افغان کډوالو ته له دې زیات وخت ورکړل شي.»

په دې تړاو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خپل نظر له موږ سره شریک نه کړ، خو له دې وړاندې یې په ځلونو له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا له پاکستان غوښتي چې د افغان کډوالو په زور ایستلو لړۍ دې ودروي او افغانانو ته دې وخت ورکړي چې په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist