Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
صادق خان: د افغانستان ثبات او پرمختګ د سیمې ثبات لپاره مهم دی

صادق خان: د افغانستان ثبات او پرمختګ د سیمې ثبات لپاره مهم دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/25

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې سوله او پرمختګ د سیمې د ثبات او ټیکاو لپاره اړین دي.

محمد صادق خان په افغانستان کې د دې هېواد په سفارت کې د پاکستان ملي ورځ نمانځنې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې د خبرو پرمهال زیاته کړې، د سیمې د اقتصادي ودې لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراخېدل مهم دي.

خان افغانستان په سیمه کې د پاکستان تر ټولو مهم شریک یاد کړی او له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراخولو په موخه ګډ کار وکړي.

هغه زیاته کړې:« په افغانستان کې سوله او پرمختګ د سیمې د ثبات لپاره حیاتي دي. پاکستان او افغانستان باید د سیمې د اقتصادي ودې په موخه خپلې ګډې هڅې لا زیاتې کړي. افغانستان په سیمه کې د پاکستان تر ټولو مهم شریک پاتې شوی. دواړه هېوادونه باید د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراخولو او د سیمې د اتصال د پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړي.»

صادق خان د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په توګه له ټاکل کېدو راهیسې، دوه ورځې وړاندې افغانستان ته په خپل دویم رسمي سفر کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره د لیدنې پرمهال، پر تعامل او اغېزناکو دوه اړخیزو اړیکو ټینګار وکړ.

د سیاسي چارو شنونکي د دې پاکستاني چارواکي څرګندونې هم د تېرو نورو هغو په څېر ګڼي چې تل یې د خپلو خبرو خلاف عمل کړی.

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « ترهغو چې پاکستان د افغانستان د جغرافیا او ولس په اړه خپله عمق ستراتیژي بدله نه کړي، د اړیکو پراختیا ناشونې ده. د افغانستان له آدرسه زموږ ټولو مشرانو له پاکستان سره د ښو اړیکو هیلې لرلې، خو دا پاکستان دی چې د افغانستان په تباهۍ، جګړو او ناخوالو کې خپلې ګټې ګوري.»

بل پلو، د اقتصادي چارو شنونکي که څه هم له پاکستان سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پراخېدل د دواړو هېوادونو پر ګټه بولي، خو وايي د دواړو لوریو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې هغه مهال ښې کېدای شي چې پاکستان نړیوالو اصولو ته ژمن پاتې شي او له دې ټکي د فشار راوستو د آلې په توګه کار وانخلي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « د افغانستان سوداګرو او حکومت ته په کار ده چې د پاکستاني چارواکو په دې ډول څرګندونو دوکه نه شي، په بدیلو لارو تمرکز وکړي او کولی شي چې د چابهار بندر له لارې له جنوبي آسیا سره وصل شي. همدارنګه موږ کولی شو د دې بندر له لارې له نړۍ سره وصل شو.»

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی داسې مهال د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو پرغځولو ټینګار کوي چې د دې هېواد پوځي او ملکي چارواکو له تېرو نږدې څلورو کالو راهیسې په پرله پسې توګه پر افغان لوري د تحریک طالبان پاکستان(ټي.ټي.پي) د ملاتړ تور پورې کړی.

د دې ترڅنګ، پاکستان پر افغان لوري د فشار راوړلو په موخه تل په یوه او بله پلمه د تورخم دروازه تړلې چې دې چارې نه یوازې د دواړو خواوو ولسونو ته ګڼې ستونزې رامنځته کړې دي، بلکې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې یې هم له ننګونو سره مخ کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist