Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي د امریکايي وګړي ازادېدل د کابل او واشنګټن ترمنځ د مثبتو اړیکو پیلامه بولي

شنونکي د امریکايي وګړي ازادېدل د کابل او واشنګټن ترمنځ د مثبتو اړیکو پیلامه بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/22

د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د افغان سولي لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د یوه پلاوي پر مشرۍ په لومړي ځل کابل ته راغلی او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره يې لېدنه وکړه.

خلیلزاد او سر متقي په دې لېدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ په سیاسي، کونسلي او ډیپلوماټیکو اړیکو د بحث ترڅنګ د امریکايي وګړي جورج کګلیزمن په خوشې کېدو هوکړه کړې او له دوه کلن بند وروسته یې ازاد کړی دی.

د سیاسي چارو شنونکي د امریکايي وګړي ازادیدلاو افغانستان ته د امریکايي پلاوي راتګ د کابل او واشنګټن ترمنځ د مثبتو اړیکو پیلامه بولي.

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي:« ښاغلی ټرمپ کوښښ کوي هغه امریکايان چې په بهر کې بندي دي، هغه خلاص شي. دا چې یو بندي سمدسي خلاص شوی دی، دا هم دا ښيي چې د ښاغلي ټرمپ پیغام طالبانو ته کلک او سخت و.»

ځينې نور بیا په دې باور دي چې  د امریکايي وګړي خوشې کېدل به د یاد هېواد تر څنګ له نورو هېوادونو سره د افغانستان پر اړیکو مثبتې اغیزې ولري.

دوی زیاتوي، خلیل زاد د دوحې  تړون په لاسلیک کولو کې مهم رول لوبولی او شتون به يې د امريکا او اسلامي امارت ترمنځ د تعامل پراختيا ته لار هواره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي:« خلیل زاد او اډم بولر هغه کسان وو چې د دوحې تړون په لاسلیک کولو او پرمختګ کې یې مهم رول لوبولی وو. دوی له طالبانو سره په اړیکه کې ښه بلد دي. د دوی بېرته راتګ له افغانستان سره د امریکا ډېپلوماسۍ په برخه کې ماته ښکاري چې چتګ پرمختګونو ته به زمینه برابره شي. موږ ته پکار ده چې له نړۍ سره او په ځانګړي توګه امریکا او لوېدیځ سره خپل توپېرونه راکم کړو، د باور فضا رامنځته کړو.»

که څه هم د امريکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځلې د افغانستان  په اړه په خپلو خبرو کې ضد او نقیض څرګندونې کړې خو وبه ولېدل شي چې د ښه نېت پر اساس د ياد امريکايي بندي خوشې کېدل به د افغانستان په اړه امریکا  پر تګلاره څومره مثبت اغېز وکړي؟

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist