Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سټولټنبرګ: له طالبانو غواړو د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي

admin by admin
2021/10/23

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ، په وروستۍ بېړنۍ ناسته کې وویل، غړي هېوادونه ټينګار لري،چې طالبان باید ترهګرو ته اجازه ورنه کړي، چې له افغان خاورې نړیوالو ته ګواښ پیښ کړي.

سټولټنبرګ ویلي، دا د منلو وړ نه ده چې افغانستان دې یو ځل بیا د ترهګرو پر پټنځای بدل شي.

سټولټنبرګ زیاتوي: «اوس موږ او د ناټو غړي هېوادونه طالبان مسوول ګڼي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې کړې ژمنې عملي کړي. افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ پر مرکز بدل نه شي او د بشر حقونو د خوندیتوب په تړاو چې یې کومې ژمنې کړي، هغه هم په عمل کې ثابت کړي. موږ دا هڅه هم کوو چې له ګواښ سره مخ کسان وباسو.»

سټولټنبرګ په افغانستان کې د خپل نظامي ماموریت پای ته رسول سخته پریکړه وبلله، خو په وینا یې د پاتې کېدو پرېکړه تر هغې هم ګرانه وه.

اخوا روسیې او تاجکستان احتمالي ترهګریزو ګواښونو ته خپل تدابیر زیات کړي او د افغانستان او تاجکستان ګډې پولې ته یې پوځي تمرینات لا ګړندي کړي دي.

د تاجکستان دفاع وزیر شیرعلي میرزو وايي، د طالبانو واکمن کېدو سره افغانستان کې یو شمیر ترهګرې ډلې فعالې شوې دي او په ټوله سیمه کې د ویجاړۍ او ورانکارۍ اراده لري.

میرزو زیاته کړه: «د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ترهګرې ډلې فعالې شوې دي. هغوی پر پرمختللو وسلو سمبال دي او له خپلو پټن ځایونو هر لور ته خوځيدلي دي. هغوی غواړي چې له افغانستان څخه د ټولې د سیمې د نا امنه کولو او ویجاړولو لپاره ګټه پورته کړي.»

د روسيې وسله وال ځواک قوماندان یوجیني پوپلواسکي ویلي، طالبان غواړي له افغانستان څخه نورې سخت دریځې ډلې وباسي او هغه به هرومرو د تاجکستان لور ته وغځيږي.

پوپلواسکي وايي :«طالبان هڅه کوي چې داعش او نورې ترهګرې ډلې له خپلې خاورې وباسي او نورو هېوادونو ته یې وشړي. موږ د همدې له امله اندیښمن یو،چې دغه سخت دریځې ډلې به د تاجکستان خاورې ته راننوځي.»

روسیه او تاجکستان دا پوځي تمرینات داسې مهال پیلوي چې وړمه ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له طالب مشرانو سره په خبرو کې هم له افغانستان څخه د هغوی خاورې ته دترهګرۍ د ګواښ پیښیدو اندیښنه څرګنده کړې وه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist