د ملګري ملتونو د پراختیايي پروګرام ارزونه ښیي، که په افغانستان کې د اقتصادي ناورین مخنیوی ونه شي، د راتلونکې ۲۰۲۲ زېږدیز کال تر نیمايي پورې به څه باندې ۹۷ سلنه افغانان له لوږې سره مخ شي.
د یاد پروګرام مشرر اخیم اشتاینر وايي، د اړمنو کورنیو لپاره یې د بسپنې صندوق جوړ کړی، چې راټولېدونکې پیسې به اړمنو ته نغدې ورکړای شي.
اشتاینر زیاته کړې: «افغانستان کې خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. اړتیا ده چې د افغانستان اقتصاد په چلښت راشي او اړتیا ده چې افغانان پخپله له خپلې راتلونکې ډاډمن شي.»
د ا قتصادي چارو یو شمیر شنونکي بیا د روان بد وضعیت یو لامل د افغانستان چارو کې د بهرنیانو لاسوهنه او د افغانانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې بې پروايي بولي.
د اقتصادي چارو شنونکی میرویس حاجي زاده وايي: «ستونزه ټوله بېلابېلو هېوادونو جوړه کړې، ځکه د افغانستان په چارو کي لاسوهنه کوي او همدا علت دی،چي افغانان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دي.»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، د خلکو له اقتصادي ستونزو خبر دي او هڅې یې پيل کړي چې ستونزو ته رسېدنه وکړي.
مجاهد وايي: «موږ د دې هڅه کوو، ترڅو هېواد وال له اقتصادي ناروین څخه خلاص کړو، هڅې روانې دي او روانه ستونزه پای ومومي.»
جرمنی لومړنی هېواد دی چې د ملګرو ملتونو د دغه صندوق لپاره یې د ۵۰ میلیونه یورو مرستې ژمنه کړې.
ملګرو ملتونو ویلي، د دې صندوق لپاره به د افغانستان مرکزي بانک له هغو پیسو هم کار واخېستل شي، چې دا مهال نړیوالو بانکونو کې کنګل شوې دي.