Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ملګري ملتونه: د ۲۰۲۲ کال تر نیمايي به ۹۷ سلنه افغانان له لوږې سره مخ شي

admin by admin
2021/10/23

د ملګري ملتونو د پراختیايي پروګرام ارزونه ښیي، که په افغانستان کې د اقتصادي ناورین مخنیوی ونه شي، د راتلونکې  ۲۰۲۲  زېږدیز کال تر نیمايي پورې به څه باندې ۹۷ سلنه  افغانان له  لوږې سره مخ شي.

د یاد پروګرام مشرر اخیم اشتاینر وايي، د  اړمنو کورنیو لپاره یې د بسپنې صندوق جوړ کړی، چې راټولېدونکې پیسې به اړمنو ته نغدې ورکړای شي.

اشتاینر زیاته کړې: «افغانستان کې خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. اړتیا ده چې د افغانستان اقتصاد په چلښت راشي او اړتیا ده چې افغانان پخپله له خپلې راتلونکې ډاډمن شي.»

د ا قتصادي چارو یو شمیر شنونکي بیا د روان بد وضعیت یو لامل د افغانستان چارو کې د بهرنیانو لاسوهنه او د افغانانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې بې پروايي بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی میرویس حاجي زاده وايي: «ستونزه ټوله بېلابېلو هېوادونو جوړه کړې، ځکه د افغانستان په چارو کي لاسوهنه کوي او همدا علت دی،چي افغانان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، د خلکو له اقتصادي ستونزو خبر دي او هڅې یې پيل کړي چې ستونزو ته رسېدنه وکړي.

مجاهد وايي: «موږ د دې هڅه کوو، ترڅو هېواد وال له اقتصادي ناروین څخه خلاص کړو، هڅې روانې دي او روانه ستونزه پای ومومي.»

جرمنی لومړنی هېواد دی چې د ملګرو ملتونو  د دغه صندوق لپاره یې د ۵۰ میلیونه یورو مرستې ژمنه کړې.

ملګرو ملتونو ویلي، د دې صندوق لپاره به د افغانستان مرکزي بانک له هغو پیسو هم کار واخېستل شي، چې دا مهال نړیوالو بانکونو کې کنګل شوې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist