Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې: د افغان مېرمنو اوسنی او راتلونکی حالت  د اندېښنې وړ دی

admin by admin
2021/10/23

د  افغانستان  ولسي جرګې یو شمېر پخوانۍ ښځېنه غړو او د ښځو حقونو فعالانو د  یوه خبري کنفرانس پر مهال د افغان مېرمنو او نجونو اوسنی  او راتلونکی حالت د اندېښنې وړ وباله او په ملګرو ملتونو کې یې له نړیوالو وغوښتل،چې افغان ولس یوازې مه پرېږدئ.

  فوزیه کوفي  وايي، د افغان ولس یوازې پريښودل،به نه یوازې د افغانستان بلکې ټولې نړۍ ته بدې پایلې ولري.

 کوفي زیاته کړه،چې طالبانو سره یې له نږدې خبرې کړي،خو د هغوی حکومتولي یې نه ده لیدلې او د طالبانو د حکومتولۍ په اړه به وخت قضاوت کوي.

کوفي زیاتوي:« طالبان ډېر غواړي،چې په رسمیت وپیژندل شي، ما له هغوی سره مذاکرات کړي دي. هغوی په جګړه کې ډېر ښه دي،خو آیا په حکومتولۍ کې هم ښه دي که نه؟ دا به وخت ثابته کړي. هغوی ډېر د دې تقاضاء لري،چې پر رسمیت وپیژندل شي،ځکه هغوی مرستو ته هم اړتیا لري،ترڅو خلکو ته یې ورسوي.»

په دغه ناسته کې پخوانۍ ډیپلوماټې او مدني فعالې اصیلې وردګ بیا وویل، دا د ټولې نړۍ ګډ مسوولیت دی،چې د افغانستان وضعیت ته پاملرنه وکړي او له ملګرو ملتونو یې هم غوښتنه دا ده،چې په افغانستان کې د پاتې شویو ښځو او ماشومانو حالات درک کړي.

هغې زیاته کړه:« موږ دلته د دې لپاره راغلي یو،چې د نړۍ له مشرانو،نړیوالو بنسټونو او ملګرو ملتونو وغواړو،چې خپل ګډ مسوولیت ادا کړي. تاسې هرڅه زموږ پر اوږه یا د تېر حکومت او یا د طالبانو پر اوږه نه شئ اچولی. دا اوس زموږ د ټولو ګډ مسوولیت دی. په افغانستان کې له ګواښ ډک وضعیت دی، د هغو ښځو او ماشومانو ژوند باید وژغورل شي. زه دا نه وایم چې ټول واېستل شي،خو هغوی چې ډېر تر ګواښ لاندې دي،باید غم یې وخوړل شي.»

هغې  له ملګرو ملتونو وغوښتل،چې بشري مرستو ته دوام ورکړي او ژر یې افغانستان ته ورسوي،ځکه ژمی را روان دی او خلک ډېر خوراکي توکو او بشري مرستو ته اړ دي.

  په دې خبري کنفرانس کې په ولسي جرګه کې د هرات پخوانۍ غړې ناهید فرید وویل، افغان حکومت باید داسې کسانو ته ورکړل شي،چې د ټولو اقشارو استازولي وکړای شي.

فرید  زیاتوي:« دا د نړۍ تاریخ ثابته کړې، د حکومت څوکۍ داسې کس ته باید ورکړل شي،چې د ټولو استازولي وکړای شي،که  افغانستان کې وي،باید د ټولو افغانانو استازی حکومت وي.»

ناهید فرید وايي، اوس مهال د طالبانو حکومت د ټولو اقشارو او ډلو استازیتوب نه شي کولای.

افغان ښځې داسې مهال په ملګرو ملتونو کې د هېواد د روان وضعیت په اړه غږیږي،چې وړمه ورځ هم په کابل ښار کې یو شمېر ښځو د لاریون پرمهال له اسلامي‌امارته نجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار اجازې غوښتنه کوله،چې پر تاوتریخوالي واوښت. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي
روغتیا

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist