Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خوست کې له سلګونه معلولینو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/08

په خوست ولایت کې د جمعې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د کب پر ۱۷ مه) د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ له  ۳۰۰ هغو اړمنو کورنيو سره چې سرپرستان يې معلولين دي، د خوراکي توکو مرسته وشوه.

معلولین وايي، د بد اقتصادي وضعیت له امله سختو ستونزو سره مخ دي.

 د دوي په خبره، په کار ده چې له سرپرست حکومت سربېره ورسره خیریه بنسټونه هم د دا ډول مرستو کچه ډېره کړي ترڅو په دغه ولایت کې زرګونه اړ معلولین د ژوند سختۍ پرې اسانه کړي.

معلول نور وزیر وايي:« وروره! زموږ ستونزې دا دي چې په کور کې ناروغان لرم، دومره وس نه لرم چې اول د ځان او بیا د خپلې مېرمنې درملنه پرې وکړم.»

یو بل معلول بیا وايي:« ډېره خوشاله شوم، له ټولو مننه کوم. خدای ج دې وکړي چې له مظلومانو سره نورې مرستې هم وشي.»

په ورته وخت کې مسوولین بیا ډاډ ورکوي چې سرپرست حکومت او د اړونده همکارو بنسټونو په مرسته یې د معلولینو ترڅنګ بې سرپرسته کورنیو ته پر وخت مرستې رسولي او په راتلوونکې هم هڅه کوي څو د اړو معلولینو او کورنیو لاسنیوي ته جدي پام وکړي.

د خوست ولایت معلولینو چارو ریاست رییس عبدالرحیم احسان وايي:« نغدي مرستې هم شته او ترڅنګ یې  د خوراکي توکو مرستې هم کړې دي. موږ ۷.۵ میلیونه افغانۍ یتیمانو او معلولینو باندې وېشلي دي.»  

د خیریه بنسټ استازی وحیدالله پيغام وايي:« موږ یوازې په دې ولایتونو کې نه چې کوم مې درته یاد کړل، بلکې موږ په ټول افغانستان کې کار کوو، په بېلابېلو ولایتونو کې دا د رمضاني خوراکي توکو کڅوړه ده. توزیع یې لرو، له دې سره سره موږ هر ماښام په ۱۰ ولایتونو کې د روژه ماتي دسترخوان لرو چې په هغې کې هم توزیع لرو.»  

په خوست کې له معلولینو سره دا خېریه مرسته مهال کیږي،چې لا هم په زرګونه دا ډول خلک د مناسب کاري مصروفیت نشتون او په هېواد کې د اقتصادي ستونزو له امله د نورو لاس نیوي ته اړ شوې دي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist