Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایراني چارواکو د نشه ‌يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ستايلې

ایراني چارواکو د نشه ‌يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ستايلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/05

که څه هم د سرپرست حکومت مسوولینو په ځلونه په افغانستان کې د نشه توکو پر وړاندې د جدي مبارزې خبره کړې او ویلي يې دي چې افغانستان کې د دې پدیدې کرکیله په مراتبو راټیټه شوې، خو لا هم وخت ناوخت د نشه يي توکو د کرکیلې په اړه ځيني هېوادونه اندېښنې شریکوي.

د کورنيو چارو وزارت د نشه ‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت يو پلاوی په دې برخه کې د تجربو او همکاريو ترلاسه کولو په موخه ايران ته تللی او هلته یې د ياد هېواد د کورنيو چارو وزارت له چارواکو سره ليدلي.

د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، ايراني چارواکو د يادو توکو پر وړاندې د سرپرست حکومت مبارزه ستایلې ده.

د کورنيو چارو وزارت د نشه ‌يي توکو پر وړاندې مبارزې معینیت وايي: « د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت مرستیال د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې له هغه پلاوي سره کتلي چې د کورنیو چارو وزارت د نشه ‌يي توکو پر وړاندې مبارزې معین پر مشرۍ له افغانستانه ورغلی او د نشه يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت د مبارزې ستاینه یې کړې. په افغانستان کې د نشه ‌يي توکو پر قاچاق، پېر او پلور او کرکیلې بندیز به لا زیاتې ښې پایلې ولري.»

ومو غوښتل د دې ليدنې په اړه د لا ډېرو جزیياتو په اړه د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې معینیت د چارواکو نظر هم واخلو، خو له نظر ورکولو یې ډډه وکړه.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي که څه هم د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د افغانستان او ګاونډویو هېوادونو هڅې مهمې او ګټورې بولي، خو ټینګار کوي چې د نشه یي توکو د کرکیلې مخنیوي لپاره باید پر بدیلو لارو غور وشي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور جوړولو فضا هم رامنځته کړي. ښه دا ده چې دواړه یوځای کار وکړي، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ اعتبار رامنځته شي.»

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « ښکاره خبره ده چې د ایران او افغانستان له خوا ګډه مبارزه به مثبته پایله ولري، خو باید د دې پدیدې بدیلې لارې پیدا شي، یانې دا چې د کوکنارو د کښت لپاره بدیل کښت پیدا شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو راهیسې پر نړیوالو دریځونو د تروریزم سربېره په افغانستان کې د نشه یي توکو کرکیلې په تړاو هم اندېښنې شریکې شوې دي. خو دغه اندېښنې د سرپرست حکومت له خوا رد او افغانستان يې باثبات هېواد بللی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist