Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خیبر: تېرو ۳ نیمو کالو کې له ۶ زرو زیاتې ښځې له جبري نکاح ژغورل شوې

خیبر: تېرو ۳ نیمو کالو کې له ۶ زرو زیاتې ښځې له جبري نکاح ژغورل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/03

د امر بالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په تیرې سلواغې یا دلوې میاشت کې  د خپلو فعالیتونو راپور وړاندې کړ.

 دغه وزارت د تېرې یوې میاشتې فعالیتونو په پایله کې نږدې یو زر ۲۰۰ شکایتونو ترلاسه کړي چې ډېرو کې یې د کارونو ځنډولو له امله پر محاکمو شکایت شوی.

یاد وزارت په تېره یوه میاشت کې نږدې ۲۸ د شخړو قضیې چې دوښمني او نور مسایل هم په کې شامل و، حل کړي او همدا راز ۳۰ تنو ښځو ته یې شرعي حقوق ورکړي چې د میراث او نکاح حقونو سربېره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قضیې او له کورني بند د خوشې کېدو حقوق هم په کې شامل دي.

د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویاند سیف‌السلام خیبر وايي: « د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو خوندیتوب او ورکړې ته په ژمنتیا، د۳۰ مېرمنو حقوق تضمین شوي، ثبت شوي او ورکړل شوي دي. له دې ډلې ۹  مېرمنې د میراث له حقونو برخمنې شوې، د ۱۰ مېرمنو د اجباري نکاح مخنیوی شوی، ۷ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي ژوغورل شوې او ۲ نورې له کورني بند آزادې شوې دي.»

د دې وزارت د مالوماتو له مخې، د تېرو درې نیمو کالو په موده کې د ټول هېواد پر کچه له شپږ زرو زیاتې ښځې له جبري نکاح ژغورل شوې دي.

په ورته مهال خیبر وايي، د روژې میاشتې په را رسېدو سره له ټولو هټۍ والو او سوداګرو غواړي چې نرخونه لوړ نه کړي او همدا راز د خپله  راکړه ورکړه له شرعي اصولو سره برابره کړي.

دغه راز خیبر خبرداری ورکوي چې د امربالمعروف او نهې عن المنکر قانون د ۱۸ مې مادې پربنسټ، محتسبین حق لري چې په سوداګریزو معاملاتو کې د سود، خش، احتکار او دېته ورته نورو ناجایزو  مسایلو مخنیوی وکړي.

خبیر  په دې اړه وايي:« په ټولو هېوادوالو غږ کوو چې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت او په مجموع کې په هر وخت کې د مسلمان لپاره دا څه ناوړه، غیر شرعي او هغو کارونو ډډه وکړي چې زموږ خدای او دین منع کړي وي. یوازې دا نه چې ځانونه به مو له ګناه ساتلي وي، ترڅنګ به مو ټولنه له لوږې، فقر، احتیاج او بل ته له لاس نیولو ساتلې وي.»

هرکال د روژې په را رسېدو سره د افغانستان په بازارونو کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې لوړېږي چې بیا عام خلک نه شي کولی په اسانۍ سره په روژې میاشت کې د خپلې اړتیا وړ خوراکي توکي را ونیسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist