Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خوستی: د اسلامي امارت په لېکو کې داسې کسان شته چې ښه مخینه نه لري

admin by admin
2021/10/13

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي له شمشاد سره په خبرو کې ومنله، چې د امارت په لیکو کې داسې افراد او اشخاص داخل شوي دي، چې خلک زوروي او د ولسونو په منځ کې ښه نوم نه لري.

خوستی زیاتوي:« د اسلامي امارت لېکو ته داسې کسان راننوتي دي، چې په تېر کې ښه مخینه نه لري، ولس یې زورولی او په ولس کې ښه مخینه نه لري. اسلامي امارت یو پاک او سپېڅلی صف دی او د دې صف ټول مجاهدین داسې دي، چې په سیمه کې ښه نوم اوښه سابقه لري اوس موږ داسې راپورونه لرو، چې داسې کسان صف ته را ننوتي، چې ښه نوم نه لري.»

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنوکي وايي، د امارت په لیکو کې د ناوړه کسانو موجودیت له طالبانو سره دښمني او د رامنځ ته شوي نوي فرصت د ننګوونې مانا ده او ټینګار کوي، چې سمدستي دې د امارت له لیکو واېستل شي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:«د طالبانو له لیکو څخه هغه ناوړه افرادو اشخاص، چې په حقیقت کې له دوی سره د دښمنۍ د پالیسۍ د تطبیق لپاره ورننوتي دي تصفیه کول یې اړتیا ده. نن خلک ترې شکایت لري، د خلکو کورونو ته بې اجازې ورننوتل، د خلکو کورونو غصب کول او بالاخره د طالب په نامه باندې د خلکو ذهنیت خراب کول، دا په حقیقت کې له اوسني نظام او رامنځ ته شوي اوسني فرصت سره دښمني ده، باید طالبان لاس په کار شي. دغه افراد تصفیه کړي، مجازات یې کړي او اجازه ورنه کړي، چې د طالبانو له ادرسه ولسونه وزوروي او رامنځ ته شوی فرصت وننګوي.»

په ورته مهال کورنیو چارو وزارت د دغو کسانو د پېژندلو او له خپلو لیکو د اېستلو په تړاو د جدي اقدام خبره کوي او زیاتوي، چې په دې تړاو ملي دفاع، کورنیو چارو وزارت او استخباراتو ریاست ګډ کمېسیون رامنځ ته کړی او ژر به خپلې چارې پیل کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستی وايي:« د دې لپاره اسلامي امارت یوځانګړی کمیسیون ټاکلی دی، چې درېیو امنیتي اورګانونو، کورنیو چارو او ملي دفاع وزارت او د استخباراتو له ریاست، چې له ټولو نه په کې استازي موجود دي او سبا او بله ورځ به خپل موجودیت اعلان کړي او خپل ادرسونه او شمیرې به هم اعلان کړي او هغه کسان، چې دخلکو د ازار او اذیت لامل کېږي او ښه مخینه نه لري د اسلامي امارت له لیکو به واېستل شي.»

له دې وړاندې د طالبانو په نوم ځینې وسله وال د خلکو کورنیو ته بې اجازې ورننوتي، موټر یې ترې بېولي او همدا راز د خلکو په زورونه او زور زیاتي یې لاس پورې کړی، چې د مخنیوي لپاره یې اسلامي امارت لاس په کار شوی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist