Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ښاریان  په روژه کې د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي

کابل ښاریان  په روژه کې د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/02

یو شمېر هېوادوال د روژې میاشتې په را رسېدو سره د کابل په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي.

دوی وایي، د دې پر ځای چې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د توکو بیې راښکته شي؛ برعکس لوړېږي او دوی یې حتا د اخیستلو وس نه لري.

د کابل ښار اوسېدونکی عبدالوهاب وايي: « کله چې د روژې مبارکه میاشت راشي، نورو هېوادونو کې هرڅه ارزانه کېږي او نرخونه ښکته راځي، خو موږ چې ځانونه مسلمان او افغانان ګڼو، د روژې په راتګ سره نرخونه نور هم لوړ کړو. پرون له روژې مخکې یو کیلو رومیان په ۵۰ افغانۍ وو، نن په روژه کې په ۷۰ افغانۍ دي، دغه شان پرون یو من کچالو په ۱۴۰ افغانۍ وو، نن په ۱۷۰ افغانۍ دي. د روژې په لومړۍ ورځ د ټولو خوراکي توکو بې لوړې شوې، د کور د اړتیا وړ هر شي بیه لوړه شوې.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی نذیرالله وايي: « زه د ارزان قیمت د سبزیو بازار ته راغلم، له روژې مخکې د یو کیلو بنډیو بیه ۴۰ افغانۍ وه، نن د روژې په لومړۍ ورځ یې ۷۰ افغانۍ ورکوي. دوکانداران وايي، تجاران یې له بهر راوړي او دوی ته هم پر لوړه بیه تمام دي.»

سوداګر او هټۍ وال یې بیا لامل په نړیوال بازار کې پر ډالرو راکړه ورکړه بولي او وایي، تر هغو چې افغانۍ د ډالر پر وړاندې ثابت حالت ونه ‌لري، د خوراکي توکو بیې به همداسې بې ‌ثباته وي. 

سوادګر محمد یوسف مهمند وايي: « روان کال د بیو لوړېدو مختلف عوامل لري چې تر ټولو مهم یې د ډالرو لوړېدل دی. متأسفانه باید ووایم، کله چې ډالر لږ هم لوړ شي، زموږ سوداګر د توکیو بیې ډېرې لوړوي؛ خو کله چې ډالر ښکته شي، دوی بېرته نرخونه نه ټیټوي. بل لامل یې هم ژمی او د ورښتونو له امله د لارو بندېدل دي.»

د کابل یو تن هټۍ وال حمدالله وايي: « موږ دوکانداران جنس په ډالرو اخلو، کله چې شهزاده سرای ته لاړ شو، د یوه غله په څېر ډالر اخلو. د دې لپاره چې د ډالرو د قاچاق کوونکي په توګه مو څوک ونه نیسي، د دوکان اسناد او د کار جواز په جیب کې ګرځوم.»

د کابل ښاروالۍ مسوولین بیا د بیو د کنټرول ډاډ ورکوي او وایي، د تېرو کلونو په شان به د خوراکي توکو د بیو په اړه پر بازارونو پوره څار ولري او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په خپل سري ډول نرخونه لوړ کړي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت‌الله بارکزی وايي: « کابل ښاروالي له معمول او خپلو اصولو سره سم، د لومړنیو توکو د نرخونو پر کنټرول جدي کار کوي. په بازار کې د ډالرو د نرخ ثبات ته په کتو، د توکو نرخونه هم په ښه حالت کې دي. موږ له ۱۵۵ شمېرې سره د اړیکو له لارې د خلکو په چوپړ کې یو؛ که چېرې څوک توکي ګران پلوري، خلک دې اړیکه ونیسي او زموږ ګرځنده ټیمونه به عاجل ځان ور ورسوي. موږ له ټولو هېوادوالو او سوداګرو هیله لرو چې د روژې په میاشت کې به له خپل وس سره سم همکار و اوسوو.»

د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو څد خلکو شکایتونه په داسې حال کې دي چې د ځينو نړیوالو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ، دا مهال په افغانستان کې دوه پر درېیمه برخه خلک ځان او کورنیو ته خوراکي توکي نه شي برابرولی او د بېوزلۍ له کرښې لاندې ژوند کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist