په کابل کې نن سه شنبه د « ۱۴۰۰ کال د تلې پر ۲۰ مه » د تېر حکومت د څارنوالانو ټولنې په یوه خبري ناسته کې وویل، د ځان خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.
یاده ټولنه وايي، د تېر حکومت یو شمېر بندیان دوی ته وخت نا وخت د مرګ ګواښونه کوي او وېره لري،چې غچ ترې وانخلي.
د یادې ټولنې یو تن غړی وايي:« په ټولو زندانونو کې شل زره بندیان وو،هغه خلک بې له قید او شرط خوشې شوي، نن همدا خلک ډېر لوی ګواښ دی.»
څارنوالان زیاتوي،چې یو شمېر ملګري یې د نامالوم کسانو له خواه وژل شوي او د قاتلینو په نیولو کې هېڅ ډول اقدام نه دی شوی.
د څارنوالانو ټولنې یو تن غړی وايي:« زموږ ملګري وېره لري، تر اوسه زموږ پنځه ملګري وژل شوي. زموږ غوښتنه دا ده،چې اسلامي امارت او نړیواله ټولنه دې زموږ ملاټر وکړي.»
د څارنوالانو د ټولنې غړي له اسلامي امارته او له نړیوالو غواړي،چې د څارنوالانو د خوندیتوب لپاره دې لاس پر کار شي.
څارنوالان وايي، له یوه نامالوم برخلیک سره مخ دي او لا هم د اسلامي امارت له لورې د کار کولو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د څارنوالانو ټولنې یو تن غړی وايي:« ما په یوې قضیې کار کړی،چې د قتل وه،هغه قاتل اوس خوشې شوی دی، څو ځله یې زه ګواښلی یم، ان راته یې ویلي، چې کورنۍ دې پيدا کوم او له منځه مو وړم.»
د اسلامي امارت له راتګ سره د تېر حکومت یو شمېر چارواکو، بشری فعالینو، خبریالانو، مدني فعالانو د ګواښونو له امله جلا وطنه شول،خو شته زرګونه کسان چې لاهم ځان خوندي نه احساس کوي.
خو اسلامي امارت ډاډ ورکړی دی،چې عمومي عفوه اعلان شوې او هېڅوګ دې اندېښنه نه کوي.