Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د څارنوالانو ټولنه: د تېر حکومت یو شمېر بندیان راته د مرګ ګواښونه کوي 

admin by admin
2021/10/12

په کابل کې نن سه شنبه د « ۱۴۰۰ کال د تلې پر ۲۰ مه » د تېر حکومت د څارنوالانو ټولنې په یوه خبري ناسته کې وویل، د  ځان خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.

یاده ټولنه وايي، د تېر حکومت یو شمېر بندیان دوی ته وخت نا وخت د مرګ ګواښونه کوي او وېره لري،چې غچ ترې وانخلي.

د یادې ټولنې یو تن غړی وايي:« په ټولو زندانونو کې شل زره بندیان وو،هغه خلک بې له قید او شرط خوشې شوي، نن همدا خلک ډېر لوی ګواښ دی.»

څارنوالان زیاتوي،چې یو شمېر ملګري یې د نامالوم کسانو له خواه وژل شوي او د قاتلینو په نیولو کې هېڅ ډول اقدام نه دی شوی.

د څارنوالانو ټولنې یو تن غړی وايي:« زموږ ملګري وېره لري، تر اوسه زموږ پنځه ملګري وژل شوي. زموږ غوښتنه دا ده،چې اسلامي امارت او نړیواله ټولنه دې زموږ ملاټر وکړي.»

د څارنوالانو د ټولنې غړي له اسلامي امارته او له نړیوالو غواړي،چې د څارنوالانو د خوندیتوب لپاره دې لاس پر کار شي.

څارنوالان وايي، له یوه نامالوم برخلیک سره مخ دي او لا هم د اسلامي امارت له لورې د کار کولو اجازه نه ده  ورکړل شوې.

د څارنوالانو ټولنې یو تن غړی وايي:« ما په یوې قضیې کار کړی،چې د قتل وه،هغه قاتل اوس خوشې شوی دی، څو ځله یې زه ګواښلی یم، ان راته یې ویلي، چې کورنۍ دې پيدا کوم او له منځه مو وړم.»

د اسلامي امارت له راتګ سره د تېر حکومت یو شمېر چارواکو، بشری فعالینو، خبریالانو، مدني فعالانو د ګواښونو له امله جلا وطنه شول،خو شته زرګونه کسان چې لاهم ځان خوندي نه احساس کوي.

خو اسلامي امارت ډاډ ورکړی دی،چې عمومي عفوه اعلان شوې او هېڅوګ دې اندېښنه نه کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist