د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې ویاند بابر بلوچ وايي، ۶۰۰ میلیونه ډالره،چې د نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو له لوري افغانستان ته د بشري مرستو لپاره ځانګړې شوې وې، یوازې ۳۵ سلنه یې چمتو شوي او په خبره یې د اړمنو کورنیو لپاره بسنه نه کوي.
بلوچ ټینګار کړی دی،چې سلګونه زرو کورنیو د کډوالۍ مخنیوي لپاره باید دغه مرستې دننه په افغانستان کې وویشل شي.
بلوچ زیاته کړې:« په افغانستان کې د بشري ناورین اندیښنه وروستي پړاو ته رسیدلې ده. که موږ غواړو،چې یو ځل بیا د افغانستان نفوس د سترې برخې د کډوالۍ مخه ونیسو، باید ټول تمرکز مو پر افغانستان کې پر میشتو وګړو واوسي.»
بلوچ وايي،د افغانستان په تړاو،چې په ملګرو ملتونو کې یو میلیارد مرستې ژمنې شوې وې، باید ژر چمتو کړای شي.
بلوچ زیاتوي:« د کومو پیسو ژمنې،چې له افغانستان سره د مرستو په برخه کې شوي دي، باید په حقیقت بدلې شي. دغه پیسې باید په نغدي ډول راکړل شي،ترڅو موږ د افغانستان لپاره ژر بشري مرستې چمتو کړای شو او هلته یې واستوو.»
اخوا د اقتصادي چارو شنونکي بیا وايي، نړیوال دې بشري مرستې د سیاسي فشارونو نه قرباني کوي او پر خپلو معیارونو دې نه مشروطې کوي.
د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وايي:« هېوادونو ته په کار ده،چې بشري مرستې دې د سیاسي او نور ملحوظاتو پورې نه تړي او خپل معیارونه دې ورته نه ټاکي. دویم دا چې طالبانو ته په کار ده،چې لوړ نرخونه کنټرول کړي، د ډالرو د قاچاق مخه دې ونیسي او د مرستو لپاره دې میکانیزم جوړ او عملي کړي.»
د قطر پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارات استازو هم یو ځل بیا له امریکايي لوري غوښتي،چې د افغان ولس کنګل کړې مرستې دې ژر را خوشې کړي.