Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کډوالۍ نړیواله اداره: افغانستان کې روان بشري ناورین به  ډېر کسان کډوالۍ ته اړ کړي

admin by admin
2021/10/12

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې ویاند بابر بلوچ وايي، ۶۰۰ میلیونه ډالره،چې د نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو له لوري افغانستان ته د بشري مرستو لپاره ځانګړې شوې وې، یوازې ۳۵ سلنه یې چمتو شوي او په خبره یې د  اړمنو کورنیو لپاره بسنه نه کوي.

بلوچ  ټینګار کړی دی،چې سلګونه زرو کورنیو د کډوالۍ مخنیوي لپاره باید دغه مرستې دننه په  افغانستان کې وویشل شي.

بلوچ زیاته کړې:« په افغانستان کې د بشري ناورین اندیښنه وروستي پړاو ته رسیدلې ده. که موږ غواړو،چې یو ځل بیا د افغانستان نفوس د سترې برخې د کډوالۍ مخه ونیسو، باید ټول تمرکز مو پر افغانستان کې پر میشتو وګړو واوسي.»

بلوچ وايي،د افغانستان په تړاو،چې په ملګرو ملتونو کې یو میلیارد مرستې ژمنې شوې وې، باید ژر چمتو کړای شي.

بلوچ زیاتوي:« د کومو پیسو ژمنې،چې له افغانستان سره د مرستو په برخه کې شوي دي، باید په حقیقت بدلې شي. دغه پیسې باید په نغدي ډول راکړل شي،ترڅو موږ د افغانستان لپاره ژر بشري مرستې چمتو کړای شو او هلته یې واستوو.»

اخوا د اقتصادي چارو شنونکي بیا وايي، نړیوال دې  بشري مرستې د سیاسي فشارونو نه قرباني کوي او پر خپلو معیارونو دې نه مشروطې کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وايي:« هېوادونو ته په کار ده،چې بشري مرستې دې د سیاسي او نور ملحوظاتو پورې نه تړي او خپل معیارونه دې ورته نه ټاکي. دویم دا چې طالبانو ته په کار ده،چې لوړ نرخونه کنټرول کړي، د ډالرو د قاچاق مخه دې ونیسي او د مرستو لپاره دې میکانیزم جوړ او عملي کړي.» 

د قطر پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارات استازو هم یو ځل بیا له امریکايي لوري غوښتي،چې د افغان ولس کنګل کړې مرستې دې ژر را خوشې کړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist