د ارګ له لوري د دوشنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د تلې پر ۱۹ مه» په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا ناسته د رئیس الوزرا پر مشرۍ جوړه شوې وه او پر امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو په کې بحثونه وشول او مسوولینو ته د شته ستونزو او ننګونو د حل سپارښتنې وشوې.
د خبرپاڼې یوه برخه:« د بهرنیو مرستو د تنظیم ګودام او په اړمنو خلکو باندې د ویش منظم پلان دې جوړ کړل شي. د ترانسپورتي ټولنو ستونزو ته دې رسېدنه وشي او د هلیکوپترو یو آزاد ترانسپورتي شرکت ته دې د فعالیت اجازه ورکړل شي.»
د وزیرانو شورا په دې ناسته کې همداراز پریکړه وشوه،چې د طالبانو له کرښو دې نامطلوب کسان وویستل شي او د فعالیت اجازه دې نه ورکول کېږي.