Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ارګ  کې  د رئیس الوزرا پر مشرۍ د وزیرانو ناسته شوې

admin by admin
2021/10/12

د ارګ له لوري د دوشنبې پر ورځ  د «۱۴۰۰ کال  د تلې پر ۱۹ مه» په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا ناسته د رئیس الوزرا پر مشرۍ جوړه شوې وه او پر امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو په ‌کې بحثونه وشول او مسوولینو ته د شته ستونزو او ننګونو د حل سپارښتنې وشوې.

 د خبرپاڼې یوه برخه:« د  بهرنیو مرستو د تنظیم ګودام او په اړمنو خلکو باندې  د ویش منظم پلان دې جوړ کړل شي. د ترانسپورتي ټولنو ستونزو ته دې رسېدنه وشي او د هلیکوپترو یو آزاد ترانسپورتي شرکت ته دې د فعالیت اجازه ورکړل شي.»

د وزیرانو شورا په دې ناسته کې همداراز پریکړه وشوه،چې د طالبانو له کرښو دې نامطلوب کسان وویستل شي او د فعالیت اجازه دې نه ورکول کېږي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د وزارتونو  او حکومتي تاسیساتو امنیتي برخو ته دې جدي پام وشي، په سوداګرۍ برخه کې دې ملي سوداګرو او کسبه کارانو ته اړین سهولتونه برابر شي.»

د افغانستان اسلامي امارت داسې مهال د هېواد سوداګرو او کسبه کارانو ته د سهولتونو د چمتو کولو خبره کوي،چې هېواد ته د توکو د وارداتو کمښت له امله بیې تر ۳۵ سلنه لوړې شوي او میلیونونه خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د بانکي خدماتو محدودیت د افغانانو بله هغه لویه ستونزه ده،چې له امله یې خلک ان خپلو پیسو ته هم لاسرسی نه لري. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist